IQNA

د خطي نسخو غلا؛ د مسلمانانو د هویت له منځه وړلو لپاره د صهیونیستانو هڅې

10:09 - May 05, 2025
د خبر لمبر: 3491061
ایکنا – صهیونیسټي نیواکګرو د اسلامي خطي  نسخو د غونډولو لپاره په بېلابېلو لارو هڅې  پيل کړې دي. اسرائیلي پوځیانو له لرغونو آثارو سره له لیوالو  ډلو سره ملګرتیا کوله  څو د فلسطین له کلو او ښارونو ټول اسناد او خطي نسخې غلا کړي.

 ایکنانیوز  د الجزیرې له قوله  راپور راکړی، ددغه چینل په راپور کې د صهیونیسټ نیواکګرو  لخوا د لرغونو آثارو او اسلامي خطي نسخو د غلا موضوع ته کتنه کړې ده.  

په دغه راپور کې ئې بشپړ ژباړه شوې  چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو؛شوک، پوښتنې، غندنه او غوسه هغه احساسات وو چې د مراکش هغو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې څرګند کړل چې له  اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو مخالف دي. دا هغه وخت وو چې د اسرائیلو ملي کتابتون د ۱۰  پېړیو د  پخواني نادر مراکشي مصحف انځور په خپلې ویب‌پاڼې  کې خپور کړ.

هغه څه چې د دوي غوسه او ناخوښي ئې نوره هم زیاته کړې  دا وو چې د مراکش د آرشیف مدیر د همدې کتابتون له خوا د دې مصحف انځور په خپلې پاڼې باندې بیا خپور کړ.

که څه هم دا پېښه پخپل ډول کې کومه  لومړۍ نه وه چې د صهیونیسټي نیواکګرو پورې تړلې کتابتون کې رامینځته شوه، خو یو ځل بیا ئې له اصلي هېوادونو څخه د قیمتي خطي نسخو د غلا او په نورو ځایونو کې د موندلو موضوع راپورته کړه.

سرقت نسخ خطی اسلامی؛ تلاش صهیونیست‌ها برای محو هویت مسلمانان

د مراکش پوهنتون استاد عبدالصمد بلکبیر وايي چې د دې قیمتي مراکشي خطي  نسخې غلا د «نړیوالو صهیونیستي خوځښتونو» سره هېڅ تړاو نه لري چې په هره  ممکنه لاره د ملتونو د  سپکاوي  په لټه کې دي.

بلکبیر له  الجزیرې چینل سره په خبرو کې وویل: دا خوځښت په هر څه کې تضاد لري او له هرې ممکنې لارې ورته نږدې کیږي. د دې خوځښت سرمایه د جعل او د نورو وجدان ته د زیان رسولو په کارونو ولاړه ده.په فلسطیني خاوره کې،دا خوځښت هڅه کوي چې وښئي د دې خاورې او هر هغه څه چې په کې دي د ملکیت حق لري، حتی که دا کار د کلتوري بڼې په شکل وي.

د عادي کولو پر ضد د ملي څارنې رئیس، احمد ویحمان، ویره لري چې ښايي دا ښودل شوی مصحف هماغه مراکشي مصحف وي چې د بني مرین د سلطنت له پاچاهانو څخه د سلطان ابوالحسن (چې د سلطان الکل په نوم یادیږي) لخوا په سرو زرو لیکل شوی او په اقصی جومات کې ساتل کیده، او د صلاح‌الدین ایوبي زوی ته یې د ډالۍ په توګه لېږلی وو.

ویحمان زیاته کړه: د اسرائیلي نیواکګرو په کتابتونونو کې د مراکش نور ډېر اسناد هم شته چې ددغه جنایتکارانه عمل یوازینۍ مانا د مراکشيانو کلتوري او تمدني میراث غلا ده، او دا ټول مراکشي چارواکي د ځواب ویلو لپاره راغواړي.

سرقت نسخ خطی اسلامی؛ تلاش صهیونیست‌ها برای محو هویت مسلمانان

بلکبیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې مخطوطو نسخو د بېرته اخیستلو لپاره څه کیدای شي، وویل چې دا د مراکش دنده ده چې د دې نادرو لرغونو آثارو د بېرته اخیستلو لپاره هڅه وکړي، حتی که اړتیا وه چې دوی یې وپېري، ځکه چې دا ډېر قیمتي دي.هغه ټینګار وکړ چې که دا ډول اقدام وشي، نړیوال قوانین به هم د مراکش ملاتړ وکړي.

دا غلا یوازې د قرآن په یوې نسخې پورې محدوده نه ده؛ عمرو تشریح کوي: د قرآن د حیرانونکي نسخو مجموعه شته چې د مراکش، شام او نورو ځایونو څخه فلسطین ته  وړل شوې دي. دا مخطوطې نسخې د فلسطین په کتابتونونو کې ساتل کېدې، خو نن  سبا د اسرائیلو په ملي کتابتونونو کې نندارې ته کیښودل شوې دي.

سرقت نسخ خطی اسلامی؛ تلاش صهیونیست‌ها برای محو هویت مسلمانان

https://iqna.ir/fa/news/4280065

captcha