IQNA

د پاپ ځائيګي ته د ټرمپ په سپکاویو د کاتولیکانو سختې نیوکې

10:13 - May 05, 2025
د خبر لمبر: 3491062
ایکنا - د نیویارک کاتولیکانو کنفرانس او په ټولنیزو رسنیو کې دډونالډ ټرمپ د پاپ په جامو کې د مصنوعي ذهانت  او  استخباراتو  لخوا جوړ شوي انځور په اړه نیوکې

ایکنانیوز راپور راکوي، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصنوعي ذهانت یا استخباراتو په مرسته د پاپ په سپینو جامو کې د خپل انځور په خپرولو سره، چې په "تروث سوشل" پلیټفارم کې خپور شوی، د نیویارک د کاتولیکانو کنفرانس او په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. په دغه انځور کې ټرمپ د پاپ په جامو کې لیدل کیږي او د ښي لاس اشار ې ګوته ئې اسمان ته نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې، کله چې د پاپ فرانسیس د جانشین ټاکلو لپاره د سترو پادریانو  پټه غونډه نږدې وه، خبریالانو له ټرمپ څخه پوښتنه وکړه چې غواړي څوک راتلونکی پاپ وي؟ هغه په ځواب کې وویل: "زه غواړم چې پخپله پاپ شم. دا به زما لومړی انتخاب وي."

د نیویارک ایالت د کاتولیکانو کنفرانس، چې د اسقفانو استازیتوب کوي، د ټرمپ د دې انځور په غبرګون کې سختې نیوکې وکړې. دغه مسیحي فاؤنډیشن په ایکس  چینل کې په یوه پیغام کې وویل: "ښاغلی ولسمشره، په دې انځور کې هیڅ هوښیار یا مسخره والی نشته." په پیغام کې زیاته شوې: "مونږ تازه  زموږ محبوب پاپ فرانسیس خاورو ته سپارلی او  لوي پادریان  د سینټ پیټر د جانشین د ټاکلو لپاره پټې غونډې ته نږدې دي. مهرباني وکړئ زمونږ سپکاوی مه کوئ."

په ټولنیزو رسنیو کې کاروونکو هم د ټرمپ دا کړنه وغندله او هغه یې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د مړینې په سپکاوي او بې پروائۍ تورن کړ. یوه کاروونکي لیکلي: "دا د کلیسا او خپله د خدای سپکاوی دی... هغه عملاً د مسیح ضد دی." بل کاروونکي لیکلي: "دا کرکجن او په بشپړه توګه توهینوونکی دی."

باید ووئيل شي، چې ټرمپ تېره اوونۍ د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و، چې دا د هغه د بیا واک ته له رسیدو وروسته لومړی بهرنی سفر و. شاوخوا ۲۰ سلنه امریکایان ځانونه کاتولیک بولي او د تېر نومبر میاشتې نظرپوښتنو ښودلې چې نږدې ۶۰ سلنه  برخې ئې  ټرمپ ته رایه ورکړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4280107/

captcha