ایکنا خبري اژانس له خراسان رضوي څخه راپور راکړی، د کرامت لسیزې په ترڅ کې، د امام رضا شپږم نړیوال کنګرس، پرون د غواي په ۱۵ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان له ۲۱ هیوادونو د ۲۵ ویناوالو،د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ د وزیر حسین سیمایی صراف او نورو ملي او ولایتي چارواکو په شتون سره د سپیڅلي رضوي حرم په شاوخوا کې پیل شو.
دا شپږم نړیوال کنګرس د بشري حقوقو او کرامت په چورلیزتوب، د اهل بیتو (ع) په تیره بیا د امام رضا (ع) له تعلیماتو څخه په استفادې سره، د آستان قدس رضوي علمي اوکلتوری ادارې په نوښت او د تهران پوهنتون او نورو ملي او نړیوالو علمي او څیړنیزو مرکزونو په ملګرتیا سره د دوو ورځو لپاره ترسره کیږي.
د کنګرې په اصلي چورلیزونو کې ،د بشري کرامت او حقوقو مفاهیم او تیورۍ د اهل بیتو (ع) له سیرت څخه اخیستل شوي، په تیره بیا د امام رضا (ع) پر تعلیماتو ټینګار»، «د بشري کرامت بیلابیل اړخونه»، «د امام رضا (ع) او د اهل بیتو (ع) د لوړ مکتب په تمدني فکر کې د بشر اساسي حقوقو تأمین»، او «د اسلامي دود په احیا کې د بشري کرامت او حقوقو د ساتنې فرصتونه او ننګونې په څیر موضوعګانې سپړل کیږي.
د غوایي ۱۵مه، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان هم په دغه نړیوال کنګرس کې وینا وکړي. د هغه له وینا وروسته به له رضوي منشوراتو څخه، چې په سربي ژبه ژباړل شوی کتاب «دانای خاندان» او د امام رضا (ع) له یهودي او مسیحي عالمانو سره د «مناظراتو» کتاب شامل دي، مخ کتنه وشوه.
د اسلامی ایران ولسمشر پخپلې وینا کې ووئيل؛مه وغواړو، داسې هیواد جوړ کړو چې سرلوړی او قدرمن وي، نو لازمه ده ، بیرته خلک شتون ولري، که ولس وي ،نو مونو هیڅکله هم ماته نخورو او حیڅ قدرت مونږ په ګونډو نشي کولی.
د امام رضا (ع) شپږم نړیوال کنګرس په ترڅ کې، د غزې او مقاومت د حقوقو په اړه یوه ناسته هم نن، د غوایي ۱۶مه، د امام رضا (ع) نړیوال پوهنتون په کوربتوب ترسره کیږي.
په دغو مراسمو کې، د امام رضا (ع) شپږم نړیوال کنګرس منشي حجتالاسلام سیدسعیدرضا عاملي، ، د شهید جمهور یاد او د کرامت لسیزې مبارکۍ په ورکولو سره وویل چې په دغې دورې کې د ۲۱ هیوادونو استازي ګډون لري او د دې ناستې کوربه د قدس رضوي آستان تولیت دی. هغه زیاته کړه: د اهل بیتو معارفو افق پرانیستل د کنګرس اصلي موخه ده.
https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4280362