ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ،اسپانیاوال میګل آنخل موراتینس له اسلامه ویرونکې پروسې سره د مبارزې لپاره ددغې موسیسې د ځانګړي استازي په توګه منصوب کړ.
دملګروملتو دسرمنشي دفتر د خپل ایکس ټولنیز چینل له لارې راپور ورکړی، چې د ملګروملتو عمومی اسمبلۍ په ۲۰۲۴کال کې له اسلامه ویرونې سره د مبارزې لپاره د اقداماتو په عنوان سره یو پریکړه لیک تصویب کړ.
دغه پریکړه لیک چې له اسلامه ویرونکې پروسې سیره د مبارزې دنړیوالې ورځې په مناسبت تصویب شوی، له اسلامه ویرونکې پروسې سره د مبارزې لپاره د ملګروملتو د ځانګړې استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه.
د آنتونیوګوتریش دفتر په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، موراتینس به دملګروملتو د تمدنونو د اتحاد د عالی استازي په توګه پخپل اوسني مقام خپل خدمت ته دوام ورکړي.
د ملګروملتو د سرمنشي د دفتر د توضیح په اساس،د موراتینس له خوا ددغودواړو رول لوبونې په غاړه اخستل ، د هغه د نوي ماموریت له امله د دندو د یوځاي کیدا او د موجوده سرچینو او توانمنیو د لوړتیا په موخې سره ترسره کیږي.
ددغې اعلامیې په اساس ، موراتینس له ۲۰۱۹ کال څخه د تمدنونو د اتحاد رهبري په غاړه درلودلې او د خبرواترو لپاره د نړیوال غوره پلیټ فارم او ارتباطي پل ښودنه کوي.
د مارچ میاشت په مینځیو کې د اروپا د امنیت او ملګرتیا موسیسې د مسلمانانو په ضد د تاؤتریخوالي او د کرکې اونفرت خورنې د زیاتیدا په باب خبرداری ورکړی دی.
دغې موسیسې په دې خبرې په اعلان سره چې ؛له اسلامه ویرول ؛ په ډیرو هیوادونو کې په یوه جدي مشکل بدل شوي دي، له دې سره د مقابلې لپاره ئې د یوه پریکنده اقدام په ضرورت ټينګار وکړ.
همداراز په تیر مارچ میاشت کې ، د امریکائي- اسلامی اړیکو شورا(CAIR) په ۲۰۲۴کال کې د مسلمانانو او عرب توکمه امریکایانو په ضد د حملو او توپیر د اوه اعشاریه څلور فیصدي زیاتیدا خبر ورکړی دی.
دغې شورا ؛ له اسلامه د ویرولو زیاتیدا ؛ په غزې تړانګې کې د فلسطینیانو په ضد داسرائيلو نسل وژونکی جنګ او د امریکا په پوهنتونونو کې اسلامی ضده اعتراضونه وبلل.
اسرائيلو د امریکا په بشپړ ملاتړ سره د ۲۰۲۳کال داکتوبر له اومې نیټې راهسې په غزې کې نسل وژنه پیل کړې چې په دغه بوږنونکو او انسانیّت ضده جنایتو نو کې تر وروستیو پورې څه دپاسه یو لک یو اویا زره کسان چې زیاتره ئې ماشومان او ښځې دي ، شهیداان او ټپیان شوي دي او دغه راز څه دپاسه یولس زره کسان هم بې درکه دي.
https://iqna.ir/fa/news/4281243/