ایکنانیوز د جي نیوز له قوله راپور راکړی، د سعودي عربستان د حج مسؤلانو له حاجیانو غوښتي چې که د حج په دوران کې ئې د نسک (Nusuk) په نامې سره پيژند پاڼې یا د پيژندګلوئ کارډونه ورک شي، نو ځيني ځانګړي ګامونه پورته کړي.
د دغه کارډ درلودل د حاجیانو لپاره اړین دي، ځکه چې دا مهم معلومات لري. خو که د خدای کور حاجیان دا کارډ ورک کړي، نو څه باید وکړي؟
د سعودي چارواکو هغه مراحل اعلان کړي چې حاجیان باید د خپل اړین شناختي کارډ د ورکېدو په بڼه کې د کلني حج د مناسکو په بهیر کې ئې.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دی، که د نسک کارډ ورک شي، حاجي باید سمدستي د خپلې ډلې مشر ته خبر ورکړي. همدارنګه، حاجیان باید د دستورو او مناسک د ترسره کولو پر مهال د کارډ له ډیجیټل نسخې څخه کار واخلي او د ورکېدو خبر ئې نږدې امنیتي مامور ته ورکړي.
همدارنګه، دوی کولی شي د ۱۹۶۶ شمېرې سره اړیکه ونیسي یا د مکې په مسجد الحرام شاوخوا کې د حاجیانو د لارښوونې مرکزونو یا د نسک کارډ اړوندو څانګو ته مراجعه وکړي او د مرستې غوښتنه ورڅخه وکړي.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، د دغو مراحلو تعقیب د خدماتو دوامداره لاسرسي او په مقدسو ځایونو کې د بې محدوده تګ راتګ ضمانت کوي.
د نسک حج کارډ یو رسمي سند دی چې مجاز حاجیان له غیر قانوني کسانو څخه بېلوي. دا هوښیار یا سمارټ کارډ مهم معلومات لکه د مکې، مدینې او نورو مقدسو ځایونو موقعیتونه او د خدماتي شرکتونو د اړیکو معلومات لري.
دا کارډ د حاجي طبي تاریخچه هم ذخیره کوي او د لارښوونې او بیړني پاملرنې لپاره مرسته کوي او د خلکو د ورکېدو خطر کموي.
دا کارتونه له لوړو کیفیت او خوندیتوب معیارونو سره چاپیږي. د دوی امنیتي ځانګړتیاوې د غیرقانوني تکثیر مخه نیسي.
بهرني حاجیان کارتونه د راتګ پر مهال ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې کورني حاجیان د حج له پیل مخکې خپل کارتونه د خدماتي شرکتونو له لارې ترلاسه کوي.
تېر کال د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر د نسک اپلیکیشن نوې شوې نسخه وړاندې کړه چې ۱۰۰ نوي خدمات ور زیات شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4281107