IQNA

د لیبیا د قرآني سیالیو وروستي پړاو ته له رسیدو پاتې شوي ایراني نمایندګان 

13:03 - May 13, 2025
د خبر لمبر: 3491106
ایکنا - د لیبیا  هیواد د قرآن کریم په دیارلسمې نړیوالې سیالۍ کې د ایران استازو  له مقدماتي پړاوه د تیریدو او وروستي او نهائي  پړاو ته په لار موندنې کې پاتې راغلل. 

 ایکنا نیوز  راپور راکړی، د لیبیا هیواد د قرآن کریم د دیارلسمې نړیوالې سیالۍ د مقدماتي پړاو پایلې، چې په تیرو ورځو کې په مجازي بڼه  شوې وې، اعلان شوې او د ایران دوو استازو په دغې پیښې کې د وروستي پړاو لپاره لار  ونه موندله. 

مجتبی علیرضالو او محمدجواد دلفاني، د ایران دوه استازي وو، چې د لیبیا د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې ئې په مقدماتي پړاو کې  له کومې تیروتنې پرته  او د لیبیا د سیالیو د آیین‌نامې پر بنسټ اجرا وکړه، خو په پایلې کې ئې وروستي او حضوري پړاو ته لار ونه موندله. 

د لیبیا د قرآن نړیوالې سیالۍ په درو  برخو کې ترسره کیږي: د قرآن کریم بشپړ حفظ، له عشر قرائاتو سره د قرآن کریم بشپړ حفظ، او له  تفسیر سره د قرآن کریم بشپړ حفظ. د دغو سیالیو ترسره کونکو  په دوو برخو کې  ایران ته بلنه ورکړې وه. 

د قاریانو او حافظانو د لیږد  او بلنې کمیټې د پریکړې پر بنسټ، د قرآن کریم د بشپړ حفظ په رشته کې مجتبی علیرضالو او له  عشر قرائاتو سره د ټول  قرآن کریم د  حفظ په رشتې کې  محمدجواد دلفاني د ایران د استازو په توګه د دغې پیښې لپاره معرفي شوي وو. 

د لیبیا د قرآن نړیوالې سیالۍ په دوو پړاوونو، مقدماتي او وروستي پړاؤ سره ، ترسره کیږي. د دې پیښې وروستی پړاو به د ۱۴۴۷ هـ ق کال د محرم په میاشت کې په حضوري بڼه ترسره شي.

  https://iqna.ir/fa/news/4281808  

captcha