IQNA

له معلمانو سره د انقلاب د معظم رهبر کتنه

د سیمې د ولسونو په همت به امریکا له سیمې لاړه شي

13:34 - May 18, 2025
د خبر لمبر: 3491132
ایکنا -  حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي حکومت دنده د زده کونکو علمي، تخنیکي، مسلکي او ایماني لوړتیا وبلله.

ایکنانیوز د  پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي انقلاب ستر لارښود پرون د زرګونو معلمانو او فرهنګیانوسره په کتنې کښې له معلم څخه ښایسته څیره او په عامه افکارو کښې ترې په زړه پورې، تاند او محبوب تصویر جوړول ضروري او د مسئولو ادارو هنري او رسندوي کار ته اړمن وبلله.

د پارس ټوډی د رپورټ له مخې، حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په پیل کښې د دغې کتنې موخه د معلمانو قدرونه او د معلم د مقام درنښت وباله او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ښوونې په برخه کښې هره اندازه لګښت په حقیقت کښې د هیواد د راتلونکي لپاره دی، زیاته کړه: له نیکه مرغه محترم ولسمشر د ښوونې او روزنې برخې ته ځانګړی پام کوي او محترم وزیر هم یو تکړه مدیر او د دې برخې په مسائلو پوه دی.

دیدار جمعی از معلمان با رهبر معظم انقلاب

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د ښو اهدافو او نظرونو ترلاسه کول د هغوی په جدي تعقیب پورې اړه لري، او بیا یې د ښوونکو په اړه یو څو ټکي بیان کړل.

هغوي زیاته کړه: "یو ښوونکی یوازې د درسي کتابونو ښوونکی نه دی، بلکې د هغه اخلاق، چلند، په ټولګي کې حضور، د تدریس کیفیت، او د شخصیت ځانګړتیاوې، لکه عاجزي یا غروراو خوشحالي یا مایوسي، د زده کونکي شخصیت جوړوي اوپه  هغه بانید حتی د هغه د مور او پلار په پرتله ډیره اغیزه کوي. که چیرې یو ښوونکی د دې پوهې سره ټولګي ته راشي نو د خپلو خبرو او کړچار به ځانګړی خیال وساتي.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د اسلامي حکومت دنده د زده کوونکو علمي، تخنیکي، مسلکي او ایماني لوړتیا وبلله.

دوي د خپلې وینا په وروستۍ برخه کښې سیمې ته په وروستي سفر کښې د امریکې د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په دې سفر کښې د امریکې د ولسمشر ځینې خبرې دومره د ټیټې سویې او د هغه د ویونکو او د امریکې د ولس د سرځوړۍ لامل دي چې له سره د ځواب ورکولو قابلې نه دي.

دیدار جمعی از معلمان با رهبر معظم انقلاب

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې اړه د ټرمپ د څرګندونو برخه چې غواړي له قدرت څخه د صلحې لپاره کار واخلي، دروغ وبلله او زیاته یې کړه: هغه او د امریکې حکومتونو کله له قدرت څخه د صلحې لپاره کار اخیستی دی؟ هغوي قدرت، په غزه کښې د قتلِ عام لپاره او جنګ لپاره او هر چرته چې ممکنه وي له خپلو لاسپوڅو د ملاتړ لپاره یې استعمالوي.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له قدرت څخه استفاده د صلحې او امنیت لپاره ممکنه وبلله او ویې ویل: هم دا وجه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت به هره ورځ د ځان او هیواد قدرت زیات شي خو هغوي له قدرته په استفادې سره ۱۰ ټنيز بمونه صهیوني رژیم ته ورکړل چې په غزې او د دغې سیمې او همداشان پّ لبنان او په هر بل ځاې کښې په روغتونونو او کورونو کښې په خلکو او ماشومانو باندې یې غورځوي.

دیدار جمعی از معلمان با رهبر معظم انقلاب

د اسلامی انقلاب ستر لارښود صهیونیسټي رژيم په سیمه کښې د فساد، جنګ او اختلاف لامل وباله او ټینګار یې وکړ: صهیوني رژيم چې یوه خطرناکه او هلاکوونکې سرطاني غده ده، حتماً باید له دې سیمې لرې او جرړه یې وایستې شي.

دیدار جمعی از معلمان با رهبر معظم انقلاب

حضرت آیت الله خامنه اي د ایران د اسلامي جمهوریت اصول او ارزښتي منظومه چې له لوړو ژورو په دې ډکه سیمه کښې د حرکت بنیاد دی،معلوم او روښانه اصول وبلل او زیاته یې کړه: ایران نن سبا له پخوا سره د پرتلې وړ نه دی او د خدای تعالی په توفیق او فضل سره او د دښمنانو د غوښتنې او خوښې اپوټه، ګران ایران پرمختګ کړی او له دې وروسته به هم زمونږ ځوانان وویني چې خپله د دوي په همکارۍ سره به هیواد له دې څو چنده ډیر پرمختګ وکړي.

دیدار جمعی از معلمان با رهبر معظم انقلاب

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160232-

captcha