د ایکنانیوز د راپور په اساس، د ایران د اسلامی جمهوریت د حج او زیارت په ادارې کې د ولیفقیه استازی او د ایرانيو حاجیانومشر، حجتالاسلام والمسلمین سیدعبدالفتاح نواب، د تیرې یکشنبې په ورځ، دنور قرآنی کاروان له یو شمېر قاریانو او حافظانو سره چې سږ کال د حج مراسمو لپاره د قرآنی کرسیو او محفلونو د اجرا لپاره مکې او مدینې ته تللي، لیدنه او خبرې اترې وکړې.
حجةالاسلام نواب د نور قرآنی کاروان د غړو د خبرو له اورېدو وروسته، د اسلام د بدغواړو د هغو پالیسیو په اړه وویل چې د اهل تشیّع او قرآن ترمینځ بیلتون او واټن یو وهم او د اهل سنت او اهل بیت (ع) د پیروانو ترمینځ واټن اچولو هڅه کوي: دا د اسلام د بد غواړو لپاره، په تیره بیا په تېرې پېړۍ کې، یوه چورلیزي پالیسي وه چې دا القا کړي شیعه یوازې له اهل بیت (ع) سره تړاؤ لري او له قرآن کریم سره هیڅ اړیکه نلري؛ خو د اهل بیت (ع) روده ، د تشیع د علماوو تاریخ، او د امام خمیني (ره) او مقام معظم رهبري تدابیرو دا دسیسه او پروپیګنډه شنډه کړه.
هغه د شیعیانو له قرآن سره د ځانګړې توجه په اړه، له صدر اسلام څخه تر اوسمهاله وختونو پورې څو تاریخي بېلګې ذکر کړې او و ې ویل: د دغې موضوع بېلګې ډېرې دي، د مثال په توګه، د حضرت صدیقه طاهرې (س) د وینځې «فضه» یوه ځانګړتیا دا وه چې له قرآن سره ئې خبرې کولې. هغې خپل ژوند د دوو لسیزو لپاره په دې ډول تېر کړ او ډېری ویناوې او د پوښتنو ځوابونه یې د قرآن کریم په آیاتونو وو. په اوسني عصر کې هم، کله چې د قرآن حافظ، سیدمحمدحسین طباطبائي،سعودي عربستان ته تللی و، نو په یوې غونډې کې چې د سعودي چارواکوهم پکې شتون درلود، پوښتنې ئې له قرآن سره ځواب کړې او ډېری حاضرین د هغه د قرآن په تسلط حیران وو.
د ایرانيو حاجیانو مشر له قرآن کریم سره د دوامدارې اړیکې د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: د دغې اړیکې د ژورولو لپاره، باید نوښتونه ورځ تر بلې زیات او جذاب شي. که څه هم په پروګرامونو کې د ګډونکوونکو شمېر مهم دی، خو د کار کیفیت لوړ اهمیت لري او له همدې امله باید په مراسمو کې تر اغېزشیندونکي حده جدي پاملرنه وشي.
هغه وویل، قاریان باید په مدینةالنبي (ص) کې د قرآنی تبلیغاتو په وخت کې د رسول اکرم (ص) د سیرت او اخلاقو تبلیغ ته ځانګړې توجه وکړي، ځکه دا مهم دی او ممکنه ده ، د یوه آیت اورېدل او په هغه کې تدبر د یوه انسان ژوند بدل کړي. همدارنګه، قاریان باید په مکې کې د کعبې د بنسټاېښودونکي حضرت ابراهیم (ع) د سیرت او کړچار په اړه جدي تمرکز وکړي.
باید ووئيل شي ، چې د نور قرآنی کاروان د ۲۰ کسانو یوه ډله ده چې ۱۴ قاریان، یوه پنځه کسیزه مداحي ډله، او د ټول قرآن یو حافظ پکې شامل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4283214/