IQNA

په یمن کې د قرآن او د دیني کتابونو د وېش کمپاین پیل شو

14:19 - May 21, 2025
د خبر لمبر: 3491152
ایکنا - په یمن کې په مأرب  ښار کې د مبلغانو او دیني علومو استادانو په ملګرتیا  سره د قرآن او د دیني کتابونو د ويش لومړنی اوړني کمپاین پیل شو. 

د ایکنا د المصدرآنلاین  له قوله راپور راکړ، د اوړي موسم دغه کمپاین د اوړي په رخصتیو کې د ځوانانو لپاره د ډول ډول  تبلیغي او ټولنیزو فعالیتونو ترسره کولو ته ژمن دی او یو شمېر مبلغان، ښوونکي او رضاکاران په دغو پروګرامونو کې ملګرتیا کوي. 

دا کمپاین د یمن د مأرب له المغفره  جومات څخه د شیخ واصل عبادي په مشرۍ پیل شو او د ټولنې د بېلابېلو ډلو ترمینځ  ئې  په زرګونو دیني تبلیغاتي بروشرونه او نشریات او ۱۱۰۰ نسخې قرآن کریم له تفسیر سره ووېشل. 

ټاکل شوې چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې د ځوانانو د لارښوونې په موخې سره  له ۲۰ زیاتو تبلیغاتي او آګاهي ورکولو کمپاینونه ترسره شي او برخه اخیستونکو ته ارزښتناکې جایزې لکه برېښنائي وسایل (د کالیو وینځلو ماشین، یخچال) او  د ګاډي یوه لویه جایزه   ورکړل شي. 

دا کمپاین د  ځاي  امکاناتو او سرچینو په مرستې سرخ ترسره کیږي او پر دې تمرکز لري چې د ځوانانو پوهاوی زیات او پیاوړی کړي او د دیني ارزښتونو او ټولنیزو اصولو د پابندۍ کلتور سسټماټیک  کړي. 

مأرب ښار  د یمن هېواد د مأرب ولایت یو لرغونی ښار او مرکز دی. مأرب په لرغونو زمانو کې د سبأ مملکت (۶۵۰ ق.م – ۱۱۵ م) پلازمینه وه او د دغه ښار په لرغونو اثارو کې د سبأ د ملکې «محرم بلقیس» نښې پاتې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4283660

captcha