IQNA

د اماراتو په نړیوال سمینار کې د قرآنی ټکو د استخراج د طریقې پلټنه

10:22 - May 22, 2025
د خبر لمبر: 3491155
 ایکنا - د «قرآنی ټکو؛ له اوسني حالته تر متوقع څېړنو پورې» تر سرلیک لاندې نړیوال علمي سمینار د متحده  عربی اماراتو د شارجې د قرآن د  کمپلیکس په نوښت پیل شوی

د ایکنا د راپور له مخې، دا سمینار پرون، د ثور یا غواي دمیاشتې ۳۰ ، د شارجې د علمي څېړنو او مطالعاتو ادارې په هڅو او د محمد بن زاید، شارجه او قاسمیه پوهنتونونو په ملګرتیا سره ترسره شو. دا سمینار د شارجې د قرآن کریم د کمپلیکس مشر خلیفه مصبح الطنیجي» لخوا افتتاح شو. 

له اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې څخه له لسو ډېرو عالمانو، کارپوهانو او د عربي ژبې، دیني علومو، تفسیر او خطي نسخو څېړونکو په دغه سمینار کې برخه اخیستې  څو تجروبې شریکې کړي او د تفسیر علم او هغو مفاهیمو د پرمختګ لپاره چې نوي کولو ته اړتیا لري، یو نوی علمي غږ پورته کړي. 

د شارجې د قرآن د مجمع مشر په افتتاحیې وینا کې وویل: دا کمپلیکس خپلې هڅې، په تیره بیا د بلاغي تفسیر او د تفسیر علم په برخه کې، چې د قرآن په آیتونو کې د تدبر کلِي ده،دوامداره ساتي. 

وروسته، د شارجه پوهنتون د الهیاتو پوهنځي مشر قطب الریسوني وینا وکړه او ټینګار ئې وکړ: په قرآن کریم کې د تدبر لپاره غوره لاره دا ده چې د هغه ټکي په داسې ډول وڅېړل شي چې د مختلفو شرایطو او مو ردونو په رڼا کې ئې مفاهیم او معناوې روښانه شي.

هغه زیاته کړه: اصل دا دی چې دا څېړنه باید د تفسیر په لومړیتوبونو کې وي او د نورو قرآنی موضوعګانو د څېړنې په توپیر سره،په خصوصي توګه او پاملرنې سره ترسره شي.

الریسوني روښانه کړه: د قرآنی ټکو د معناوو ترلاسه کولو لپاره درې طریقې دي:

۱. لغوي طریقه: د لغتونو، قرآنی ټکو د لغتونو او د مترادفاتو او تشبیهاتو د لغتونو له لارې.

۲. د قرآنی استعمالونو څېړنه: د ټکو له سرچینو څخه د ویستلو له لارې، په داسې ډول چې مفّسر د هغې خوښې معنا ته ورسوي.

۳. د تفسیري قواعدو کارول؛ چې د تفسیر له مقدماتو، د قرآنی علومو له تالیفاتو او د مختلفو فکري مکتبونو د فقې د اصولو  د عالمانو له دریځونو څخه ترلاسه شوي دي. 

د شارجه قرآنی سمینار به دوه ورځې دوام وکړي او د نوي دور  د قرآنی دانشنامو، د اوسمهاله مطالعاتو په رڼا کې د قرآنی ټکو  د ماهیت او اغیزو، او د قرآنی ټکو لپاره د راتلونکي لید د ترلاسه کولو لپاره د برابرولو  او هڅو پر موضوعګانو به بحث وکړي.

د سمینار د افتتاحیې غونډې په پاي کې،ویناوال او برخه وال د شارجې د قرآن  د کمپلیکس د مشر لخوا وستایل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4283865

captcha