IQNA

د فرانسې په یوه جومات کې په سپکاوي د مسلمانانو غوسه

11:25 - May 22, 2025
د خبر لمبر: 3491158
ایکنا - د فرانسې د اورلئان ښار په یوه جومات کې د محراب تر څنګ د شرابو بوتل موندل کېدو د دغه هېواد د مسلمانې ټولنې پراخه غوسه راوپاروله.

 ایکنانیوز د مجمعة الاخبار مراکش له قوله راپور راکړی، د فرانسې د اورلئان ښار په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د محراب تر څنګ د شرابو بوتل موندل کېدو د فرانسې د مسلمان اقلیت پراخه غوسه را پارولې. دوي دا سپک عمل لمسؤونکی او د جومات د حرمت سپکاوی بللی دی.

د جومات متولیانو ویلي، دا پېښه هغه مهال رامینځته شوې چې لمونځ کوونکي په لمانځه بوخت وو، او دا ښئي چې د دغه سپک عمل عامل له موقعې څخه په په ناسمې استفادې سره ، له دې پرته چې وویني، د دغه جومات د تقدس  سپکاوی ئې کړی دی.

په جومات کې موجودو کسانو د دې قصدي  او توهینوونکي عمل په وړاندې حیرانتیا ښودلې او په دې اند دي  چې دا عمل له شخصي لمسؤنې ورآخوا  دی او د اسلام ضد کړنو د زیاتوالي نښه ده.

دا پېښه د فرانسې په جوماتونو او اسلامي بنسټونو باندې د لفظي او فزیکي بریدونو د زیاتېدو په حال کې، د اسلام ضده موردونو  د ودې په فضا کې او د مسلمانانو د دیني ځایونو د کافي خوندیتوب لپاره د پرله‌پسې غوښتنو په ترڅ کې رامینځته کیږي.

د اورلئان مسلمانې ټولنې له فرانسوي چارواکو غوښتي چې د عامل د پیژندلو او محاکمه کولو لپاره دې سمدستي پلټنې پیل کړي. دوی همداراز د جوماتونو د خوندیتوب او د ورته  سپکاویو او بریدونو د مخنیوي لپاره د امنیتي تدبیرونو د پیاوړتیا او په هغه هېواد کې چې د ازادۍ او مساوات شعار ورکوي، د دیني ځایونو د حرمت ساتنې په لومړیتوب ټینګار کړی دی.

دغې پېښې یو ځل بیا په فرانسه کې د مسلمانانو پر وړاندې موجودې ننګونې، په یوه ټولنیزې تاؤتریخجنې فضا کې چې ځینې دیني او کلتوري ډلې  له بریدونو او ټارګټ کیدا سره مخ دي، روښانه کړې. دا موضوع د جدي مداخلت غوښتنه کوي څو فرانسوي چارواکي د  ګډ سوله ایز ژوند او دیني ازادیو ته د درناوي ضمانت وکړي.

 https://iqna.ir/fa/news/4283703   

captcha