IQNA

آیت‌الله سیستاني د بشري خدمتونو پر پراخولو ټینګار وکړ

13:41 - May 24, 2025
د خبر لمبر: 3491162
ایکنا – د عراق ستر دیني مرجع آیت‌الله العظمى سیستاني د عراق د «العین» ټولنیزو خدمتونو موسسې له یوشمیر مسئولانو سره په کتنه کې د دغې موسسې له خوا د یتیمانو او اړمنو کسانو د خدمت کولو هڅې وستایلې او د سرښیندنې او لوړو انساني ارزښتونو په روحیه د خیريه فعالیتونو پر دوام ئې ټینګار وکړ. 

 ایکنا نیوز  د عراق رسمي خبري اژانس په حواله راپور راکړ، د چهارشنبې په ورځ د العین ټولنیزو خدمتونو موسسې یوې ډلې د عراق له ستر دیني مرجع  آیت‌الله العظمى سیستاني سره وکتل.

آیت‌الله سیستاني دغې ډلې ته ارزښتناکې مشورې او سپارښتنې وړاندې کړې او دوی ئې د خیريه کارونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره وهڅول. 

هغه د یتیمانو او اړمنو کسانو لپاره د دغې موسسې هڅې وستایلې او د دغ موسسې څخه ئې خپل دوامداره ملاتړ اعلان کړ.

آیت‌الله العظمى سیستاني د دې ادارې د لوړو انساني ارزښتونو سره د خدمت کولو په اهمیت ټینګار وکړ او د موسسې له کارکوونکو څخه ئې لا زیاتې سرښیندنې او لاسته راوړنې وغوښتې. 

دوي هم  د آیت‌الله سیستاني له دوامدار ملاتړ او حکیمانه مشورو څخه مننه وکړه او ژمنه ئې وکړه چې په بشپړه اخلاص او فداکارۍ سره به خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د یتیمانو او اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره به خپلې هڅې زیاتې کړي. 

د العین ټولنیزو خدمتونو قاؤنډیشن یو  خپلواکه او بشري موسسه ده چې د آیت‌الله سیستاني له ملاتړ او پاملرنې څخه برخمنه ده. دا خیریه موسسه په ۲۰۰۶ کال (۱۳۸۷ هـ.ش) کې په عراق کې تاسیس او په رسمي توګه د یوې غیر حکومتي موسسې په توګه ثبت شوې ده.

د العین بنسټ خدمتونه په عمده توګه د اړمنو یتیمو ماشومانو لپاره پر هراړخیزې او مناسبې پاملرنې تمرکز لری.

https://iqna.ir/fa/news/4283993

captcha