IQNA

په  ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې د سمرقند درنښت،

10:38 - May 28, 2025
د خبر لمبر: 3491186
ایکنا - د اسلامي نړۍ تعلیمي، علمي او کلتوري چارو ادارې(آیسسکو) د ازبکستان د کلتور وزارت په ملګرتیا سره، د سمرقند د ۲۰۲۵ کال د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه د جشن پیلولو اعلان کړی، چې د مئ په ۲۷ به پیل شي.

 ایکنانیوز د آناتولي  له قوله راپور  راکړی،دا پیښه د آیسسکو د کلتوري پلازمینو د پروګرام یوه برخه ده او د ازبکستان په کوربه توب په  یوې نړیوالې غونډې سره به پیل شي، چې موضوع ئې «معنوي میراث او د اسلامي نړۍ کلتوري ځلاوې:خوشنویسي، موسیقي، شعر او یووالی دی . 

دا غونډه به د لوړ پوړو چارواکو، د آیسسکو د غړو هېوادونو د کلتور وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د استازو په   شتون سره ترسره شي. 

په دې مناسبت، د آیسسکو ادارې عمومي مشر «سلیم بن محمد المالک» وویل چې دا جشن به د بېلابېلو او بډایو پروګرامونو، فعالیتونو او نوښتونو  ټولګه ولري، چې د آیسسکو او د ازبکستان د اړوندو ملي چارواکو په ملګرتیا تنظیم شوي دي. 

هغه زیاته کړه چې دا هڅې د سمرقند د کلتوري پلازمینې د  ودې، د هغې د ممتاز کلتوري او تاریخي میراث روښانه کولو او د اسلامي نړۍ په تمدن کې د دغه ښار د چورلیزي رول د بیا تأیید لپاره ترسره کېږي. 

المالک ټینګار وکړ چې آیسسکو  اداره په بشپړه توګه د دغه جشن د بریالیتوب او د سمرقند د کلتوري مقام په  غوره  توګه د وړاندې کولو لپاره ژمن دی. هغه یادونه وکړه چې د ازبکستان د کلتور وزارت په ملګرتیا یو جامع پروګرام ترتیب شوی او هیله ئې څرګنده کړه چې د سمرقند جشن به د راتلونکو کلونو لپاره د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینو لپاره یوه بیلګه  شي. 

د دغه جشن  په پروګرام کې به  د مراکش په پلازمینې   رباط، کې، د ازبکستان د کلتور اونۍ د اسلامی نړۍ او آیسسکو د کلتوري پلازمینو د پروګرام له  ۳۰ کلیزې  سره په یو وخت  وي . . همدارنګه، د ماوراءالنهر د عالمانو لکه خوارزمي، بیرونی او ابن سینا د اغېزو په اړه نړیوالې غونډې، د میراثي هنرونو، خطي نسخو ، د اسلامي ادبیاتو او معمارۍ په اړه نړیوال فورمونه او د شعر او عکاسۍ سیالۍ به هم ترسره شي. 

       https://iqna.ir/fa/news/4284813      

captcha