د ایکنا د راپور له مخې، پرون د ذي الحجې د مبارکې او خاصې میاشتې لومړۍ ورځ وه؛ دا هغه میاشت ده چې نه یوازې په قرآن کریم کې ئې یادونه شوې، بلکې رسول الله (ص) او معصومو امامانو (ع) هم د دغې میاشتې د فضیلت په اړه خبرې کړې دي.
خداوند متعال د حج سورې په ۲۸ آیت کې فرمائي؛لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُمْ مِنْ بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ»؛ څو د خپلو ګټو شاهد واوسي او د معلومو ورځو په اوږدو کې د هغو څارویو په اړه، چې الله ورته روزي کړې، د الله نوم یاد کړي، نو دغه وخورئ او بېوزلو او غریبانو ته ئې ورکړئ.
په دغه آیت کې د «معلومات ایام» یادونه شوې، چې مؤمنان باید په دغو شپو ورځو کې الله یاد کړي. د «معلومات ایام» یو مشهور تفسیر ، چې په روایاتو کې ذکر شوی، د ذي الحجې میاشتې لومړۍ ۱۰ ورځې دي، چې هم ئې شپې او هم ئې ورځې عزتمنې ،قدرمنې او خاصې دي.
همدارنګه، په ځینو روایتونو کې راغلي، هغه لس شپې، چې قرآن کریم په فجرسورې کې «وَالفجرِ وَ لَیالٍ عَشر» په اړه قسم خوړلی، د ذي الحجې میاشتې لومړئ لس شپې دي.
البته، مسلمانان باید دا فکر ونه کړي چې د ذي الحجې میاشت او په تیره بیا د دې لومړۍ ۱۰ ورځې یوازې د حج د زیارتوالو او حاجیانو پورې اړه لري، بلکې د دغې میاشتې او د دغو لومړیو شپو ورځو فضیلت، که مونږ په حرم شریف کې یو یا نه یو، د رسول الله (ص)او معصومو امامانوعلیهم السلام له لورې توصیه شوو اعمالو په ترسره کولو سره ترلاسه کولی شو.
په یوه حدیث کې د رسول الله (ص) له قوله لوَلو، چې په هیڅ شپو ورځو کې عبادت او نیک کار د ذي الحجې د لومړیو ۱۰ ورځو په اندازه فضیلت نه لري. نو په دغې میاشتې او د دغو خاصو شپو ورځو کې هر ښه کار او عبادت د فضیلت ترلاسه کولو ځیری ورکوي، خو د دغو ایامو لپاره ځینې مستحب اعمال هم ذکر شوي، چې دلته ئې یو شمېر مهم اعمال ذکر کوو. د معلومات ایام او د ذي الحجې میاشتې د اعمالو د نورو جزییاتو لپاره د مفاتیح الجنان کتاب ته مراجعه کولی شئ.
د ذي الحجې د لومړیو ۱۰ ورځو اعمال
د ذي الحجې میاشتې، په تیره بیا د دغو لومړیو ۱۰ شپو ورځو لپاره ډېرې دعاګانې او مستحب اعمال ذکر شوي، چې له هغو څخه ئې خیني عملونو ته اشاره کوو.
لمونځ
امام صادق (ع) فرمایي: زما پلار، امام باقر (ع) راته وفرمایل: زویه! د ذي الحجې د لومړیو لسو ورځو (د میاشتې له لومړۍ شپې د قربانۍ د عید تر شپې پورې) هره شپه د ماښام او ماخوستن ترمینځ دا دوه رکعته لمونځ مه پرېږده؛ په هر رکعت کې د حمد سوره او توحید سوره لوستل کېږي، بیا دا آیت ولوله: ؛وَ وَاعَدْنَا مُوسَی ثَلاَثِینَ لَیْلَةً وَ أَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِیقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِینَ لَیْلَةً وَ قَالَ مُوسَی لأَخِیهِ هَارُونَ اخْلُفْنِی فِی قَوْمِی وَ أَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِیلَ الْمُفْسِدِینَ» (اعراف/۱۴۲).
که داسې وکړې، د حاجیانو په ثواب او د هغوی د حج په اعمالو کې به شریک شې.
روژه ساتل !
په یوه روایت کې حضرت امام موسی کاظم (ع) فرمائي: هر څوک چې د ذي الحجې لومړۍ ۹ ورځې روژه ونیسي، الله تعالی هغه ته د ټول عمر د روژې ثواب لیکي.
د پنځو دعاګانو ذکر
امام باقر (ع) فرمایلي: الله تعالی د جبرئیل په واسطه پنځه دعاګانې حضرت عیسی (ع) ته د ډالۍ په توګه واستولې، څو په دغو لسو ورځو کې ئې ولولي. که څوک هره ورځ دا پنځه دعاګانې لس لس ځلې ولولي، نو د روایت مطابق عمل یې کړی دی. دا پنځه دعاګانې دا دي:
۱. اَشْهَدُ اَنْ لااِلهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ، لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ، بِیَدِهِ الْخَیْرُ، وَهُوَ عَلی کُلِّ شَیْء قَدیرٌ.
۲. اَشْهَدُ اَنْ لا اِلـهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لاشَریکَ لَهُ، اَحَداً صَمَداً، لَمْ یَتَّخِذْ صاحِبَةً وَلا وَلَداً.
۳. اَشْهَدُ اَنْ لا اِلـهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ، اَحَداً صَمَداً، لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُولَدْ، وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفُواً اَحَدٌ.
۴. اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاَّ اللهُ، وَحْدَهُ لا شَریکَ لَهُ، لَهُ الْمُلْکُ وَلَهُ الْحَمْدُ، یُحْیی وَیُمیتُ، وَهُوَ حَیٌّ لا یَمُوتُ، بِیَدِهِ الْخَیْرُ، وَهُوَ عَلی کُلِّ شَیْء قَدیرٌ.
۵. حَسْبِیَ اللهُ وَکَفی، سَمِعَ اللهُ لِمَنْ دَعا، لَیْسَ وَرآءَ اللهِ مُنْتَهی،اَشْهَدُللهِ بِما دَعا،وَاَنَّهُ بَریءٌ مِمَّنْ تَبَرَّءَ، وَاَنَّ لِلّهِ الاْخِرَةَ وَالاْولی.
د فجر سورې قرائت
د رسول الله (ص) له قوله په یوه حدیث کې راغلي: هر څوک چې د ذي الحجې په لومړیو ۱۰ ورځو کې د فجر سورې تلاوت وکړي، د هغه ګناهانې به وبخښل شي، او که په نورو شپو ورځو کې ئې ولولي، دا به د قیامت په ورځ د هغه د نورانیت سبب شي.
د حضرت فاطمةالزهرا (س) لمونځ او له لمانځه وروسته دعا (د امام صادق (ع) له قوله روایت شوې دعا) هم د دغو ۱۰ ورځو له نورو توصیه شویو اعمالو څخه دي.
https://iqna.ir/fa/news/4284889