ایکنانیوز د واس خبری آژانس له قوله راپور راکړ،دغه رضاکار په مکې مکرمې او د منی،عرفات او مذدلفه په مقدسو شعائرو کې د سرې میاشتې د ادارې د مرستندویه خدماتو له څانګو سره مرسته وکړي څو د خداي د کور میلمنو ته لازم مرستندویه خدمات وړاندې کړي.
دغه ښځې اوسړی رضاکار د مسجد الحرام،مسجد النبی او مقدسو شعایرو په څير په ګڼې ګوڼې سیمو کې شپه ورځ فعالیتونه کوي.دوي په مختلفو ساحو او برخو کې د مرستندویه ټيمونو په چوکاټ کې دیره شوي څو په درستو سیمو کې د خدای د کور میلمنو سره ضروري مرستې وکړئ شي.
دغه رضاکار ټيمونه د حج په موسم کې له فعالو یونټونو سره په بشپړ غږملتیا او وارمخکې ځواب وئيلو کې د سرې میاشتې ټولنې د سټراټژيک پروګرام یو چورلیز دی.. دغه اقدام د خپل انساني رسالت ته د ټولنې د ژورې ژمنتیا او دغه راز د خداي د کور میلمنو ته ترټولو ښه ممکن خدماتو و ړاندې کول دي .
https://iqna.ir/fa/news/4285423