ایکنانیوز دسی این این عربی برخې له قوله راپور راکړی، د صهیونیستي رژیم اړونده چارواکو ویلي چې د فلسطین د خپلواکې ادارې سره به د عربي هېوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې ډلې د کوربهتوب لپاره، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ وي، ملګرتیا ونه کړي.
د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو راما... ښار ته د سفر لپاره، چې د اردن سین په لوېدیځي غاړه کې موقعیت لري، د صهیونیستي رژیم مخکینئ موافقې ته اړتیا لري، ځکه چې دا رژیم په عملي توګه د نیول شوي فلسطیني ټاټوبي ته واریدیداد لارو کنټرول په لاس کې لري.
که د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر راما... ته سفر وکړي، دا به د دغه هېواد تر ټولو لوړپوړی چارواکی وي چې د ۱۹۶۷ کال راهیسې، کله چې لوېدیځي غاړه نیول شوې ده . دې سیمې ته سفر کوي.
د صهیونیستي رژیم یو چارواکي د راما... لپاره پلان شوې غونډه لمسؤنکې بللې او ویلي ئې دي: اسرائیل به له داسې خوځښتونو سره، چې موخه ئې د اسرائیلو او د هغه د امنیت زیانمن کول دي، ملګرتیا ونه کړي.
هغه زیاته کړې: د فلسطین خپلواکه اداره باید په ټولو کچو له اسرائیلو سره د خپلو تړونونو له سرغړونې څخه لاس واخلي.خو دغه صهیونیستي چارواکي دا روښانه نه کړه چې د کومو تړونونو په اړه خبره کوي.
له دې وړاندې، د فلسطین د خپلواکې ادارې مرستیال مشرحسین الشیخ ویلي وو چې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ډله،چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ ده، ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د فلسطین د خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس سره د لیدنې لپاره راما... ته سفر وکړي.
دا سفر په داسې حال کې پلان شوی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هڅه کوي چې د فلسطین هېواد په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4285551