ایکنانیوز د عکاظ په حواله راپور راکړی، منا یا مشعر په مکې مکرمې او مشعر مزدلفه ترمینځ او د مسجدالحرام له شمال ختیځ څخه ۷ کیلومتره واټن لري. دا مشعر یوه دره ده چې ګیر چاپیره ترې غرونه دي، او له حج موسم پرته په دې ځای کې هیڅوک نه اوسېږي.
حاجیان د اختر د ورځې له سهاره تر دوو ورځو پورې په دې ځای کې د حج یو شمېر مناسک ترسره کوي، چې په دې کې رمی الجمرات، قرباني، حلق یا تقصیر او په منا کې بیتوته شامل دي.
په دې تړاو، منا د حاجیانو د هرکلي لپاره په غوره توګه چمتو شوې، او د حاجیانو د اټکل شوي شمېر په پام کې په نیولو سره، ځانګړي ټیمونه جوړ شوي څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول تدابیر په بشپړه توګه پلي کېږي.
د سعودي عربستان چارواکو د منا سیمې د لا مناسب او آرام چاپیریال لپاره یو جامع پلان پیل کړی. په دغه پلان کې د ټولو اړینو اسانتیاو او خدماتو چمتو کول شامل دي، لکه د تشنابونو او د زائرانو د استراحت ځایونو چمتو کول، څو د حج مناسک په اسانۍ او آرامۍ سره ترسره شي.
د عامه ځایونو ښکلا او د زائرانو په خدمت کې ماډرن ټکنالوژي!
ځانګړو ټیمونو مشعرالحرام د ګلانو په کښېنولو سره له بصري پلوه زړه راښکونکی کړی، واټونه د ګډون کوونکو هیوادونو په بیرغونو سره سینګار شوي، او اوسمهاله رڼاګانې د فضا د لا جذابیت لپاره نصب شوې دي. دا اقدامات د حاجیانو د تجروبې کیفیت د دوي د اقامت پر مهال لوړوي.
چمتووالي یوازې په ښکلا پورې محدود نه دي. د خدماتو د ښه والي لپاره له عصري ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل شوی، په شمول د ځانګړو اپلیکیشنونو جوړول چې د مناسکو د وختونو او د مراسمو د ترسره کېدو ځایونو په اړه دقیق معلومات وړاندې کوي، او د دغو اقداماتو هدف د پوهاوي زیاتول او په حج سیمې کې د تګ راتګ اسانتیا ده.
https://iqna.ir/fa/news/4285777