IQNA

د غدیر پرچم به د نړۍ په ۴۲ هېوادونو کې و رپېږي (فیلم)

10:28 - June 04, 2025
د خبر لمبر: 3491222
ایکنا - د علوي مقدس آستان د غدیر د نیکمرغه اختر  په درشل کې د ۷۵ غدیري بیرغونو د تیارولو اقدام کړی،څو د عراق د ولایتونو ترڅنګ، د نړۍ په ۴۲ هېوادونو کې  هم ورپيږي.

د ایکنا د راپور له مخې، په نجف اشرف کې د علوي حرم د پلان جوړونې او پراختیا د مرکز  مشر وسام اسکندر وویل: دا غدیري پرچمونه یا بیرغونه  د عراق او د نړۍ د خلکو له  امیرالمؤمنین (ع) سره د وفادارۍ څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړه: په داسې حال کې چې د ذی‌الحجې په ۱۴مه نېټه د  غدیر  نیکمرغه اختر  اصلي بیرغ  د حضرت  امام علي (ع) په حرم کې پورته کېږي، ۲۲ بیرغونه  به د عراق په ولایتونو او نور پرچمونه به د نړۍ په ۴۲ هېوادونو کې پورته شي.

https://iqna.ir/fa/news/4286178

captcha