IQNA

د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې په غزې کې د بې‌عدالتۍپر ختمولو ټینګار وکړ

10:40 - June 08, 2025
د خبر لمبر: 3491240
ایکنا – د مسلمانو عالمانو  د نړیوالې اتحادیې په یوې بیانیې کې د اختر مبارکي ویلې او په غزې کې  د بې‌عدالتۍ د لیرې کولو او یووالي لپاره ئې  اسلامي امت او نړۍ ته بلنه ورکړې. 

 ایکنانیوز د عربي ۲۱ له قوله راپور راکړی، د  مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې  د د قربانۍ د لوي اختر مبارکي ویلې او  په اعلامیې  کې ئې راغلي دي، د اختر د خوښیو سره سره، مونږ په غزه کې  خپلو  خوئيندو او وروڼو غمیزې نه شو هیرولی، ځکه هغوی د وحشیانه یرغل او د بې‌ګناه ماشومانو، ښځو او بوډاګانو پر وړاندې د نسل‌وژنې له امله رنځېږي. دوي د ژوند ټول اړخونه، له روغتونونو او ښوونځیو رانیولې تر جوماتونو او حتی کلیساګانو پورې په نښه کوي. تر ټولو تریخ حقیقت د نړۍ چوپتیا او د نړیوالو او بشري حقونو بنسټونو بې‌عملی ده چې د یوه جنایتکار نیواکګر رژیم پر وړاندې، چې پرته له کوم خنډ پر فلسطینيوټاټوبو او خلکو بریدونه کوي، هیڅ اقدام نه کوي. 

په بیانیه کې راغلي: اوس د دې وخت دی چې اسلامي نړۍ او نړیواله ټولنه د خپل  اخلاقي او بشري مسؤولیت په اړه جدي اقدام وکړي، پرته له کومې ملامتیا یا غندنې، د یرغل د بندولو، د کلابندۍ د لیرې کولو، د مرستو لپاره د لارو د پرانیستلو او د روان  قتل‌عام څخه د بې‌ګناه عامو خلکو د ژغورلو لپاره کار وکړي. 

دغې اتحادیې اسلامي امت، مشران، عالمان، مفکران، رسنۍ او خلک د یووالي او پيوستون ته بللي  او د د صادقانه دریځ غوښتنه ئې کړې. همدارنګه ئې غوښتنه کړې چې خپلې کمزورئ دې د خدای او مظلومو په وړاندې د دوي د مسؤولیت په اړه وڅیړي. 

اتحادیې د یووالي، پيوستون،ملګرتیا او د امنیت، ازادۍ، عدالت او سولې د یوه متمدن ماډل د وړاندې کولو لپاره د جدي هڅو غوښتنه کړې. 

https://iqna.ir/fa/news/4286911  

captcha