IQNA

د صهیونیستي رژیم له خوا په ابراهیمي جومات کې د اختر د لمانځه مخه نیول شوې

13:09 - June 08, 2025
د خبر لمبر: 3491241
ایکنا - د اسرائیل نیواکګروپوځيانو ځواکونو د د قربانۍ د نیکمرغه لوي اختر په لومړۍ ورځ  د اختر د لمانځه لپاره فلسطینیانو ته د ابراهیمي جومات د سپارلو مخه ونیوله. 

 ایکنانیوز د شهاب نیوز له قوله راپور راکړی، د  قربانۍ د لوي نیکمرغه اختر د لومړۍ ورځې په جشنونو کې، نیواکګرو صهیونیسټي پوځيانو د ابراهیمي جومات، د هغه تاسیسات ، صحنونه او دروازې د فلسطینیانو لپاره تړلې  او دو ي ته ئې د سپارلو  مخه ونیوله. 

اشغالګرو د روان کال په اووم ځل د جومات ختیځې دروازې د پرانیستلو مخه ونیوله؛ دوي تر دې مخکې د  عید الفطر، د قربانئ اختر ، د جمعې ورځو او د قدر په شپې کې هم د جومات د سپارلو مخه نیولې وه. 

د الخلیل اوقافو ادارې د خپل دریځ له مخې، چې د جومات د نیمګړي سپارلو سره مخالفت کوي، د جومات نیمګړی سپارل کیدا ئې په زغرده  رد کړې ده. 

 د نیواکګرو د هغو پلانونو په اړه، چې د ابراهیمي جومات یهودي کول او دا د تلمودي کنیسې باندې بدلول دي، خبرداري زیات شوي، چې دا د اسلامي مقدسو ځایونو پر وړاندې د  ښارګوټو جوړونې د سسټماټیک پلان برخه ده. 

د ابراهیمي جومات د لیدنې، د هغه د اسلامي هویت ساتنې او په ځانګړي توګه د مذهبي مناسبتونو پر مهال د منظم  شتون غوښتنه شوې. دا کار د مسلمانانو د عبادت حق پیاوړی کوي او د صهیونیستو له خوا د زور له لارې د کنټرول هڅې کمزورې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4286857

captcha