ایکنانیوز د knskashmir، له قوله راپور راکړی، د هند تر کنټرول لاندې کشمير پخوانئ اعلی وزیرې د قربانۍ د لوي اختر په ورځ د سرينګر د ستر جامع جومات د تړلو اقدام غندلی دی.
د خلق ډيموکراتيک ګوند (PDP) مشرې محبوبه مفتي، ، د شنبې په ورځ د قربانۍ د نیکرغه لوي اختر په مناسبت د لمانځه د اقامه کیدا په وړاندې د سرينګر جامع جومات د تړلو غندنه وکړه.
هغې همداراز د ميرواعظ عمر فاروق د کورني بنديز په باب هم خپل خپګان څرګند کړ او دا ئې د مذهبي ازادۍ په چارو کې ښکاره مداخله وبلله.
محبوبه مفتي رسنيو سره په خبرو کې وويل چې هندی حکومت په دې سپیڅلې ورځ جامع جومات تړلی او ميرواعظ عمر فاروق صاحب ئې په کور کې بندي ساتلی دی.
هغې زياته کړه: دا يوازينی رياست دی چې اکثريت ئې مسلمانان دي، خو په داسې سپیڅلې ورځ ئې د جومات دروازې تړلي او د جومات واعظ ئې بندي کړی، په داسې حال کې چې ادعا کوي هر څه سم دي. هغې زياته کړه: که هر څه سم دي، نو بيا ولې کورنی بنديز؟
هغې وويل: دا زمونږ په دين کې مداخله ده او په بیخي ناسمه ده. زه د دغه حکومت هغه کړنې په کلکه غندم چې يوازې د دغو پېښو ننداره کوي.
محبوبه مفتي زياته کړه: مونږ له خدایه غواړو چې زمونږ هڅې قبولې کړي او د فلسطين خلکو سره مرسته وکړي چې له بې عدالتۍ او ظلم سره مخ دي. خداى دې فلسطين د اسرائيلو له تېريو او جنایتونو خلاص او آزاد کړي.
د سرينګر جامع جومات د اوقافو ټولنې هم په ژورې خواشينۍ سره وئيلي دي چې چارواکو يو ځل بيا د جومات دروازې تړلي او د پوليسو کارکوونکي يې بهر ځای پر ځای کړي، او د اختر د لمانځه اجازه ئې د سرينګر په عيدګاه او تاريخي جامع جومات کې نه ده ورکړې. دوی حتی د سهار د لمانځه اجازه هم په جامع جومات کې نه ده ورکړې او ميرواعظ هم په کور بندي دی.
https://iqna.ir/fa/news/4287127