د آلعمران سورې په ۹۶ آیت کې راغلي:
«إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ»
په لغت کې "بکة" د ګڼې ګوڼې معنی لري، او د کعبې شاوخوا مځکه د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله بکة نومول شوې ده. همدارنګه، "بروک" د ثبات او برکت معنی لري، او مبارک هغه څه دي چې ثابت خیر او فایده لري.
د بنياسرائیلو یو اعتراض دا و چې ولې مسلمانانو د بیتالمقدس، چې د حضرت سلیمان (ع) لخوا له میلاد څخه زر کاله وړاندې جوړ شوی، پرېښود او کعبه ئې خپله قبله وټاکله. دا آیت د دوي په ځواب کې وايي چې کعبه له لومړیو ورځو څخه د عبادت لومړنی کور دی او د بل هر ځای په پرتله ئې تاریخ پخوانی دی.
دا آیت زیاتوي چې په بکة کې موقعیت لرونکی دا کور مبارک دی او د نړیوالو لپاره هدایت دی. په دوام کې، الله تعالی د توحید څرګندې نښې په دغه کور کې یادوي، چې له هغو څخه د حضرت ابراهیم (ع) مقام دی؛ داسې ځای چې حضرت ابراهیم (ع) د کعبې د جوړولو پر مهال پرې ولاړ و.
په قرآن کې، کعبه د لومړني کور ترڅنګ له ډيرو تعبیرونو سره یاد شوې ده، لکه:
«قِياماً لِلنَّاسِ» (مائده: 97)
د خلکو د پیاوړتیا او پاڅون مرکز: (مائده: ۹۷)
«بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ» (حج: 29)
یو ازاد او بې مالکه کور (حج: ۲۹)
«مَثابَةً لِلنَّاسِ وَ أَمْناً» (بقره: 125).
د خلکو د غونډيدا ځاي او خوندي کور (بقره: ۱۲۵)
په یاد آیت کې هم "امنیت" د دغې سيمې د شرعي ځانګړتیا په توګه ذکر شوی دی.
https://iqna.ir/en/news/3493332