ایکنانیوز راپور راکوی، د عراق د بغداد پوهنتون استاد حسام قدوري الجبوري ایکنا نیوز سره په خبرو کې وویل: د امیرالمؤمنین امام علی(ع) په لاره په جهاد او د تیریګرو مخه نیونې ته ژمنتیا د صهیونیستي دښمن پر وړاندې په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ایران اسلامي جمهوریت د بریا ضامن وه.
د مقارنې ژبپوهنې په برخه کې دوکتورا لرونکی ، د بغداد پوهنتون استاد او د عراق د اکاډمیکو یو غوره شخصیّت ډاکټر حسام قدوری الجبوري ،له ایکنا سره په خبرو کې د قرآني او اسلامي تعلیماتو پر بنسټ د صهیونیستانو د وحشیانه تېري په وړاندې د ایران د غبرګون په اړه، وویل: د تېري په وړاندې غبرګون کول یوه دنده ده او د ایران اسلامي جمهوریت انقلابي نظریه د قرآني تعلیماتو په بشپړه پوهې سره د هر لوري، په ځانګړې توګه د صهیونیستي دښمن، د وحشیانه تېري په وړاندې د غبرګون پر اساس ولاړه ده. د قرآن له پلوه مخه نیونکې معادله دا دنده د بشپړقدرت له چمتووالي سره یوځای پر انسان واجبوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: «الشَّهْرُ بِالشَّهْرِ الْحَرامِ وَ الْحُرُماتُ قِصاصٌ فَمَنِ اعْتَدى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدى عَلَيْكُمْ وَ اتَّقُوا اللَّـهَ وَ اعْلَمُوا أَنَّ اللَّـهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ» (بقره/۱۹۴): دا حرام میاشت د هغې حرامې میاشتې په مقابل کې ده، او حرمتونه قصاص لري. نو هر څوک چې پر تاسو تېری وکړ، تاسو هم په هغه شان پر هغه تېری وکړئ لکه څنګه ئې چې پر تاسو تېری کړی، او له الله څخه ووېرېږئ او پوه شئ چې الله له متقیانو سره دی. دا سپیڅلی آیت د مؤمنانو بریا تر هغه وخته تضمینوي چې د الله تعالی تقوا خپله کړي.
له بلې خوا، په جهاد او د تیریګرو په مخنیوي کې د د امیرالمؤمنین (ع) رودې ته ژمنتیا، په دغې تپلي جګرې کې د ایران اسلامي جمهوریت د بریا ضامن وه.
دغه پوهنتوني استاد د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱ مادې او د ځان د دفاع د اصل پر بنسټ یادونه وکړه چې د صهیونیستي رژیم د تېري پر وړاندې مقابله د ایران روا حق دی او زیاته یې کړه: په نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور په اساس ژمنتیا د حاکمیت حق او د تیریګرو مخنیوی تضمین کوي او د ایران د اسلامي جمهوریت نړیوال پياوړی موقعیت تضمینوي. خو له بده مرغه، نړیوالې ادارې اکثره د امریکا د سلطې او باؤؤ او تمو تابع دي، چې نړیوال قوانین ، د نه ماتېدونکي او د خلکو د غږونو د ځپلو لپاره د خپلې خوښې وسیلې په توګه ګڼي. سره له دې، د ایران اسلامي جمهوریت په نړیوالو قوانینو ژمنتیا د تیریګرو د افشا کولو لپاره په نړیوال سیاست کې د ډيپلوماسۍ لپاره کافي فضا تضمینوي.
حسام الجبوري د نړۍ د پتمنو خلکو او د اسلامي هېوادونو د دندې په اړه د صهیونیستي اشغالګر رژیم د وحشیانه جنایتونو په وړاندې، چې پر ایران یې برید کړی، وویل: د ۱۲ ورځنۍ جګړې شپې ورځې د هغو پایلو درلودونکې وې ، چې امریکایانو او صهیونیستانو هیڅکله نه غوښتې. له زور په ډغرې کې د ایران مخه نیونې او ځواک ، هغو کسانو ته چې د استکبار له سلطې او ویرې څخه د خلاصون غوښتونکي دي، د دې سلطې د ردولو توان او قدرت ورکوي. د «مقاومت» ارزښت نور په یوه ځانګړي پوځي لوري پورې محدود نه دی؛ بلکې له دې هاخوا، د بېلابېلو ملتونو لخوا حکومتي او ولسي اقدامات پکې شاملیږي . د ایران او د دې هېواد د دریځ ملاتړ د دغو ملتونو بقا او عزت تضمینوي.
هغه زیاته کړه: صهیونیستي رژیم په نړیوالو قوانینو کې له نوې سورې کرښې څخه تېر شو او پر ایټمي تاسیساتو ئې برید وکړ. له بده مرغه، ډېری اړوندې نړیوالې ادارې لکه د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د امریکایانو او د هغوی د متحدینو په پنجو کې یوه لوبتکه ده. پخوانی متل وايي: «له ازغي یا خار څخه انګور نه شي ترلاسه کېدای.»
دې پوهنتوني استاد د اسلامي موسسو، په شمول د اسلامي ملګرتیاموسیسې او عربي اتحادیې، لخوا د صهیونیستي رژیم د وحشی ډوله جنایتونو غندنه ناکافي وبلله او ویې ویل: غوره ده ووایو چې په دې جګړه کې، د ایران اسلامي جمهوریت له یوه بل خنډه تېر شوی او هغه څه چې صهیونیستي ډلو ترسره کړي، د ایرانيانو لپاره له عربو او مسلمانانو سره د ښو اړیکو د جوړولو لپاره یو خدمت دی. د مصر د حکومت او الازهر شریف د ملاتړ دریځ او همدارنګه د پاکستانيانو پياوړی ملاتړ څرګند دی. اوس مونږ په افغانستان او حتی ترکیې کې مثبت خبرونه وینو او په ولسي کچه، دا کار د دښمن رسنیو لخوا په عامو خلکو کې د منفي افکارو له منځه وړلو په حال کې دی. اوس مونږ په عراق، مصر او د فلسطین په اشغالي خاورو کې د خلکو ملاتړ وینو. د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې دښمنانه غږونه ناغږمله شوي او دا پخپله یوه بریا ده.
https://iqna.ir/fa/news/4290606