د ایکنا نیوز د راپور له مخې، د تهران پوهنتون د قرآن او عترت (ع) د زدهکړيالو مدرسو ټولګې د اباعبدالله الحسين (ع) د عزادارۍ په شپو ورځو کې د «محرم فتح» په نامې سره يو غورځنګ پيل کړی، چې په ترڅ کې ئې د «فتح» مبارکه سوره د محرم د عزا بيرغ له پورته کولو سره يوځای وړاندې کېږي.
د دې غورځنګ مخاطب په پوهنتونو او کورونو کې هغه حسيني محفلونه دي چې تر اوسه د دغې ټولنې د «بيوت نوراني» طرحې تر پوښښ لاندې راغلي او د هغوي کورونه د قرآن په تلاؤت کې د تدبر د محفلونو د ترسره کولو ځايونه دي.
په دوي کې هر یو محفل او کور،که وغواړي په دې غورځنګ کې ګډون وکړي،د https://ble.ir/alfath چینل سره يوځای کیدلی او د دغه غورځنګ په شرايطو کې د ګډون په اړه معلومات ترلاسه کولی شي.
د قرآن او عترت د زدهکړيالو مدرسو ټولګه د دغه غورځنګ په اجرا کې د تبليغ او جهاد د مدرسې د کاري ډلو له ملګرتیاؤ څخه د ميعاد ځایونو، نوراني کورنو او د چورلیزي تدبر جوماتونو له خوا د سورې د وړاندې کولو د همغږۍ لپاره، د سفيرانو مدرسې له خوا د پوهنتونونو کې د سورې د وړاندې کولو د همغږۍ لپاره، او نورو مدرسو له خوا د تدبر په کلاسونو کې د ګډون کوونکو د بللو لپاره د فتح سورې د وړاندې کولو په غورځنګ کې د ګډون لپاره کار اخلي.
ويډيو: د «محرم فتح» غورځنګ تيزر د فتح سورت د وړاندې کولو او د حسيني عزا بيرغ د پورته کولو په اړه يو لنډه بصري ننداره وړاندې کوي، چې د دې غورځنګ معنوي او جهادي روحيه څرګندوي.
يادونه: د فتح سوره، چې د قرآن کريم ۴۸م سوره ده او ۲۹ آيات لري، له صلح حديبيه وروسته نازله شوی او د مسلمانانو لپاره د فتح او بري زيری ورکوي. دا سوره د ايمان، جهاد او اخلاص د انعام ،د مجاهدينو د تېروتنو د بخښنې او د خداى د دين د نړيوال کېدو په اړه خبرې کوي، چې د حسيني عزا له بيرغ سره يوځای، د مقاومت او شهادت د روحيې د پياوړتیا سمبول دی.
https://iqna.ir/fa/news/4291713