IQNA

د فلسطین ملت الازهر د خپلو حقوقو بې‌قیدوشرطه ملاتړی بولي

15:50 - July 12, 2025
د خبر لمبر: 3491391
ایکنا - د فلسطین قاضي‌القضات په مصر کې د الازهر له شیخ سره په کتنه کې وویل: د فلسطین ملت الازهر د خپلو حقوقو د دفاع او ملاتړ لپاره بې‌قیدوشرطه ملاتړی ګڼي  .

د ایکنا د راپور له مخې، چې د صدی البلد له قوله ئې راکړی،د  سه‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۷مه) د الازهر شیخ احمد الطیب، د فلسطین قاضي‌القضات محمود الهباش، او د فلسطین خودمختاره ادارې د  مشر دیني سلاکار، د فلسطین د اوقافو وزیر او محمد نجم، په خپل حضور کې  ومانه. د الازهر شیخ په دغې کتنې کې د فلسطین د قضيې په وړاندې د الازهر پر ثابت او تاریخي دریځ او د مظلوم فلسطیني ملت د مبارزې له ملاتړه، چې د خپلو روا حقونو د بېرته اخیستلو او قدس شریف په پلازمېنې د خپلواکه فلسطیني دولت د جوړولو لپاره دی، ټینګار وکړ. هغه وویل: مونږ د غزې د اوسني وضعیت په باب ډېر اندېښمن یو او د ورځنيو شهيدانو د شمېر زیاتېدو او د ویجاړۍ وضعیت، چې له تصوره وتلې او د ښارونو د بشپړې تباهۍ تر کچې رسېدلی، په غم او  خپګان  سره ئې تعقیبوو.الطیب زیاته کړه: مونږ له خداي تعالی غواړو، چې دا تاریخي غمیزه، چې تر اوسه ئې ساری نه دی لیدل شوی، پای ته ورسوي او د فلسطین ملت ته قوت ورکړي، چې خپل حقونه، خپله خاوره او سرچینې بېرته ترلاسه کړي.په دوام کې د فلسطین قاضي‌القضات او ورسره ملګري پلاوي  په  دې کتنې  خوښي څرګنده کړه او د فلسطیني ملت د مبارزې له ملاتړ څخه د الازهر د شیخ د تاریخي دریځونو ستاینه  ئې وکړه.محمود الهباش د الازهر شیخ ته وویل: د فلسطین ملت تاسو او الازهر د خپلو حقونو د دفاع او ملاتړ لپاره بې‌قیدوشرطه حامي بولي. د الازهر غږ په دې تاریخي جګړه کې کم نه شي ارزول کېدی. ټول د الازهر او د هغه د شیخ د غږ په نړیواله، سیمه‌ییزه او حتی لوېدیځي نړۍ کې اهمیت مني.هغه زیاته کړه: هره کلمه یا اصطلاح، چې تاسو یې وایئ، د ختیځ او لوېدیځ د لویو څېړنیزو مرکزونو له خوا مطالعه او تحلیل کېږي، چې دا د فلسطین د قضيې له ملاتړ څخه ستاسو د دریځونو او څرګندونو اهمیت روښانه کوي.د فلسطین د اوقافو وزیر هم وویل: دا کتنه زمونږ لپاره د ویاړ ځای دی او مونږ د فلسطیني ملت له دوامداره ملاتړ او ستاسو د دریځونو له تعقیب څخه خوښ یو. الازهر حقیقت وایي او له خدای تعالی غواړو، چې دا مرکز د فلسطیني ملت او د اسلامي امت د آرمانونو د ملاتړ غږ په توګه وساتي.

https://iqna.ir/fa/news/4293448   

captcha