نوی کتاب چې په کې ئې اسلام د مسیحیت دښمن ګڼلی او د دې دین د پراخېدو په اړه ئې خبرداری ورکړی، په فکري او سیاسي محفلونو کې ئې لانجې راپارولې دي. دغه کتاب د مسلمانانو پر ضد د دښمنۍ د خطرناکو اقداماتو څرګندونه کوي.
دغه کتاب چې عنوان یې دی «د اسلام ننګونه: په بریتانیا کې د اسلام په زیاتېدونکي نفوذ پېژندنه او غبرګون» (The Challenge of Islam: Understanding and responding to Islam’s increasing influence in the UK) چې تازه د ویلبرفورس خپرندویۍ له خوا چاپ شوی، د کلتوری ویرې خپریدا له دیني لمسؤنې سره ګډوي او د بریتانیا مسلمانې ټولنې په اړه منفي احساسات وړاندې کوي، هغوی ئې یوه تړلې، افراطي او بېوحدته ټولنه ښودلې ده.
دییپ په یوه داسې دریځ کې چې سخت غندل شوی، استدلال کړی چې مسلمانان نجات موندلی شي په داسې حال کې چې اسلام پخپله ځان نشي ژغورلی. هغه پر څو کلتور پالنو (Multiculturalism) برید کړی او د مختلفو کلتورونو او دینونو ترمینځ د برابرۍ معنا یې ترپوښتنې لاندې راوستی. دی ادعا کوي چې د لویدیځ مسیحي ارزښتونه د اسلامي ارزښتونو څخه لوړ دي، چې دا دریځ د توپیر د رواوالی او د کرکې د روزلو او لمسؤنې لاره پرانیزي.
دغه کتاب په ضمني ډول د اسلامي ارزښتونو د سانسور او د دیني بیان د ازادۍ د محدودولو غوښتنې هم کوي، د بریتانوي هویت د ساتنې په پلمه؛ چې دا عمل له هغو دموکراتیکو اصولو سره ښکاره ټکر لري چې د هغوی د دفاع ادعا کوي.
په کتاب کې ویل شوي: «په بریتانیا کې د اسلام نفوذ په چټکۍ سره زیاتېږي.»
د دې کتاب خپرېدل په داسې وخت کې راځي چې په بریتانیا کې اسلامضده پروسه ډېره زیاته شوې او د جوماتونو پر ضد بریدونه او په ښوونې،کار روزګار او رسنیو کې د مسلمانانو پر وړاندې توپیر ورځ تر بلې زیاتېږي. دا اثر د هغو نرم جنګونو برخه ده چې په لویدیځ کې د زهرجنو خبرو او مفکورو له لارې د اسلام او مسلمانانو پر ضد روان دي.
https://iqna.ir/fa/news/4293808