ایکنانیوز راپور راکوي،صهیونیستي رژیم د جون په ۱۳ (د چنګاښ ۲۳ ) په ایران پراخ برید وکړ او بېلابېل پوځي او اټومي سایټونه یې په نښه کړل. دغه رژیم د ایران یو شمېر لوړپوړي پوځي قوماندانان، اټومي پوهان او عام ولسي خلک هم ترور کړل. متحده ایالاتو هم د ایران د سوله ییزو اټومي تاسیساتو په په نښه کولو سره په د غه یرغل کې ګډون وکړ.
د ایران وسلهوالو ځواکونو په ځواب کې د خپلو نوې او ماډرن میزایلو په وسیله چې په لوړ دقت سره خپلو ټاکل شوو هدفونو ته رسېدل، د صهیونیستانو نیواکي سیمې او د هغوی پوځي او صنعتي بیخ بینائي تاسیسات ویجاړ کړل. ایران همدارنګه په قطر کې د امریکا یوه مهمه هوایي اډه هم په نښه کړه.
د ۱۲ ورځو تپلي جنګه وروسته، نیوکګر صهیونیسټي رژیم مجبوره شو چې د واشنګټن په وړاندیز یو اړخیز اوربند اعلان کړي.
د ملایشیا د اسلامي غیرحکومتي تنظیمونو د متفقینو د همغږۍ شورا (ACCIN) مشر محمد جمالالدین شمسالدین، ، له ایکنانیوز سره په مرکې په دې اړه ووئيل، صهیونیسټي رژيم ته د ایران پیاوړي او قدرتمن او قاطع ځواب دې یاغي رژیم ته دا وښوده چې ماتېدلی شي او د هغوی د نه ماتېدنې دروغجن باؤؤ یې ختم کړ .
له هغه د ایکنانیوز خبریال پوښتنه وکړه چې ستاسو په اند، د دې تاوتریخوالي د زیاتېدو احتمالي پایلې د لوېدیځې آسیا او اسلامي نړۍ د سولې او ثبات لپاره څه دي؟ هغه په ځواب کې ووئيل؛د غزې د نسلوژنې په دوام سره د منځني ختیځ وضعیت له پخوا هم خراب شوی دی . اسراییل لا هم له امریکا څخه په سیمې کې د جګړو او د رژیم د بدلون لپاره ګټه اخلي. ایران د اسراییلو د سترې نقشې پر وړاندې وروستۍ دفاعي سنګر دی.
د داسې یاغي رژیم له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدا چې د قرباني رول لوبوي، تمه کېده. دا به په سیمه کې لا زیاتې بېثباتي رامنځته کړي.
هغه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ووئيل بد ایټمی انرژۍ نړیوال آژانس باید بېطرفه او عادل وي، خو داسې نه ده. هېڅ بیان نه ورکوي. د ایران پرېکړه چې د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) رد کړي او د آژانس ټول مفتشین وباسي، یوه عاقلانه پرېکړه ده چې د خپلې امنیت او ګټو ساتنه وکړي.
محمد جمالالدین شمسالدین، ددې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې وايي دا یوه حیاتي آزموینه ده چې د مسلمانانو یووالی وازمایي. ستاسې په اند، اسلامي نړۍ د اسراییلو د دې اقداماتو په وړاندې، په ځانګړي ډول د ایران د دفاع په برخه کې، کافي غبرګون ښوولی دی؟ ووئيل،؛
هېڅکله هم نه. دا ښئي چې د اسلامی امت د یووالي لپاره لا ډېرې هڅې پکار دي.
هغاه دغه راز ووئيل؛ د اسراییلو قضیه ځانګړې ده. تلابیب یوازې د امریکا په ملاتړ او ملګرتیا سره چې د زوال په حال کې دی، کولای شي دا یرغلونه وکړي.
د ایران پیاوړی او قاطع ځواب دا وښودله چې دا رژیم ماتېدلی شي او د هغوی دروغجنه سلطه او باؤؤ یې ختم کړ .
اوس یوازنۍ لاره دا ده چې د بشریت په ګټه د یو امت په توګه سره متحد شو. اسلام د ټولو لپاره رحمت دی. د لویدیځ تمدن په زوال کې دی. هغوی ونه توانېدل نړۍ ته عدالت او آرامښت راولي.مونږ اسلامي هېوادونه باید خپلې شخړې شا ته پرېږدو، پر لومړیتوبونو تمرکز وکړو او په ټولو برخو کې، په ځانګړي ډول اقتصاد، نړیوال ځای او پوځي ځواک کې د پیاوړتیا لپاره یو له بله سره مرسته وکړو.
https://iqna.ir/fa/news/4293080