IQNA

په ترکیه کې د قرآن حافظو نجونو د درناوي کاروان

13:46 - July 14, 2025
د خبر لمبر: 3491401
ایکنا -په یو معنوي او ولولناکې فضا کې، د ترکیې د سکاریا ولایت د «کاراسو» ښار د ۳۴ تنو حافظو نجونو د درناوي د ځانګړي دستورو کوربه و.

ایکنانیوزد ینی شفق په قول راپور راکوی، د ترکیې د شمال لویدیځ په سکاریا ولایت کې د کاراسو ښاروالۍ، د خوښۍ او معنویت ډک یولړ ښکلی مراسم د هغو نجونو د ستاینې لپاره ترسره کړل چې د قرآن کریم حفظ ئې بشپړ کړی و.

دا مراسم د حافظو نجونو په لاریون سره پیل شول او بیا د ښار د ټولنیز پرمختګ په مرکز کې ئې دوام وکړ.

په دغودستورو کې د سیمې مفتي، مخکښ امامانو او دیني شخصیتونو د قرآن کریم په تلاوت او الهام‌بښو ویناو سره ګډون کړی و.

دغه پروګرام د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شو او د ترکیې د دیانت د مشر پیغام هم خلکو ته واورول شو.ایکنانیوز ددغو دستورو یو ویډیوئي کلیپ هم ترلاسه کړی چې ستاسو خدمت ته ئې وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4294180/

 

بچوې: د قرآن ، ترکیه
captcha