IQNA

په کاناډا کې د اسلامي مظاهرو او نښتو محدودول

10:22 - July 16, 2025
د خبر لمبر: 3491407
ایکنا - د کاناډا د کبک ولایت یو مسلمان فعال وایي، د دې ولایت سیمه‌یز حکومت له سیکولریزم څخه د اسلامي مظاهرو او نښو د محدودولو لپاره استفاده کوي.

ایکنانیوز د عربي ۲۱  له قوله  راپورراکوي،د کینیډا په کبک ولایت کې ټولنیز فعالان د سیمه‌یز حکومت د هغو هڅو په مینځ کې خپلې اندېښنې څرګندوي چې غواړي د سیکولریزم په پلمه «اسلامي سمبولونه یا نښې» محدودې کړي. دوی وائي   دا سیاستونه په ځانګړي ډول د «اسلامي او فلسطیني فعالیتونو» پر وړاندې دي.

د کبک د تعلیم وزارت په یوه راپور کې ویلي چې په پوهنتونونو کې د لمانځه ځایونه د محصلینو ترمینځ د تفرقې سبب ګرځي او په ټولنې کې د «افراطیت او انزوا چاپېریال» رامینځته کوي.

تردې مخکې د ډاوسن پوهنتون یو شمېر محصلین د فلسطین د ملاتړ په دلیل ځورول شوي وو او یو تن ئې له پوهنتونه ایستل شوی دی.

د کبک په یوه پوهنتون کې د اسلامي ټولنې یو فعال، چې نه ئې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «هغه څه چې پېښېږي، د کبک د سیکولر حکومت له لوري د مسلمانانو، اسلامي او فلسطیني فعالیتونو د ځپلو انعکاس دی. دغه حکومت له صهیونیستانو ملاتړ کوي.»

هغه زیاته کړه: «د کبک حکومت د سیکولریزم له قوانینو څخه استفاده کوي چې په ښوونځیو کې اسلامي مظاهر  او نښې محدودې کړي. د مثال په توګه په لیسو کې د لمانځه ځایونه ئې بند کړي دي او اوس غواړي دا پالیسي کالجونو او پوهنتونونو ته هم وغځوي.»

دغه فعال وویل: «سیکولرانو ته به دا بسنه ونه کړي. دوي غواړي هغه ډلې هم بندې کړي چې د اسلامي شوراګانو په نوم پېژندل کېږي او د مسلمانو محصلینو مشري کوي، څو هر ډول اسلامي جوړښت کمزوری کړي.»

د کبک سیمه‌یز حکومت ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې په ښوونځیو کې د لمانځه ځایونه منع کړي وو او د دغه مسلمان فعال په وینا، اوس د لیسو زده کوونکي له هر ډول لمانځه ځایه محروم دي او ځینې مجبورېږي چې د سختې یخنۍ په موسم کې په ډېره لږه موده کې بهر لاړ شي او لمونځ وکړي.

هغه وویل: «محدودیتونه له پوهنتونونو هاخوا هم غځېدلي دي. زده کوونکي د صهیونیستانو او سیکولرانو لپاره تر ټولو لوی او خطرناک هدف دي.»

 https://iqna.ir/fa/news/4294546 

captcha