ایکنانیوز د «النبأ»له قوله راپور راکړ، ددغه وزارت په اعلامیې کې ویل شوی دي چې دا شفاهي ازموینه به د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۲۰ ( یعني د چنګاښ په ۲۹ نیټې) پیل شي او تر جولای ۲۷ نیټې پورې (د زمري ۵مه) پورې به دوام وکړي.
د دې ازموینې غوره ګډونوال به د مصر استازي وي چې د نړۍ له نورو هېوادونو سره به په دغو نړیوالو قرآني سیالیو کې برخه واخلي.
دغه وزارت د خپلو اړونده ادارو څخه غوښتنه کړې چې ګډونوال خبر کړي څو هره ورځ د سهار په ۱۰ بجو د ازموینې ځای ته حاضر شي. همدارنګه ئې یادونه کړې چې ګډونوال باید لاندې اسناد له ځان سره ولري:
د مبصر د اوقافو وزارت په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی چې ګډونوال دې د مخکې اعلان شویو شرطونه مراعات کړي ځکه د دغو شرطونو نه پوره کول کېدای شي په هر پړاو کې د ګډون د رد سبب شي.
همدارنګه وزارت ویلي چې مصري ګډونوال کولی شي د وزارت په وېبپاڼه کې د ټاکل شویو کسانو نوملړ او د شفاهي ازموینې نیټه وګوري.
د راپور له مخې، د مصر ۳۲مه نړیواله قرآني سیالي به د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په میاشت (جمادیالآخر ۱۴۴۷ هجري قمري، چې د روان کال د آذر میاشتې سره سمون لري) د مشهور او مرحوم قاري استاد شحات محمد انور په یاد ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د مصر د نومیالیو قاریانو ستاینه وشي چې په اسلامي نړۍ کې یې د زړه راښکونکو او اغېزناکو تلاوتونو له امله شهرت موندلی دی.
د دې سیالیو برخې په لاندې ډول دي:
ویل کېږي چې د مصر په نړیوالو قرآن سیالیو کې د هرې دورې نوم د مصر د سترو قاریانو په نوم نومول شوی دی. د بېلګې په توګه، د ۲۶ پړاؤ نوم د شیخ محمود خلیل الحصری او د ۲۷ دورې نوم د استاد عبدالباسط عبدالصمد په نوم ایښودل شوی و.
https://iqna.ir/fa/news/4294658