IQNA

د سوریې د بحران په اړه د امنیت شورا نننئ بیړنئ غونډه

10:09 - July 17, 2025
د خبر لمبر: 3491416
ایکنا - د ملګرو ملتونو امنیت شورا  پر سورئې یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم د ناڅآپي بریدونو په اړه نن ناوخته ځانګړې  او بیړنئ  ترسره کوي. دا غونډه د الجزایر په غوښتنې ترسره کېږي.

ایکنانیوز د النشره له قوله راپور راکوي،د ملګروملتو امنیت شورا نن پنجشنبه ناوخته د صهیونیستي رژیم  له خوا د سورئې پر ضد د بوږنونکو وروستیو بریدونو په اړه غونډه جوړوي.

 دا په داسې حال کېئ دي چې په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد هم ، چې هېواد ئې دا مهال د امنیت شورا پړاویزه  مشري پر غاړه لري – اعلان وکړ چې دغه غونډه به د نیویارک په وخت د ماسپښین په ۳ بجو ترسره شي.د راپورونو په وینا، صهیونیستي رژیم د چهارشنبې په ورځ او د پنجشنبې په سهار وختي په پراخه کچه د سورئې بېلابېل سیمې په نښه کړې او له ۱۶۰ ډېر اهداف یې په السویدا، دمشق او لاذقیه ولایتونو کې بمبار کړي دي.

د سوریې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په دغو بریدونو کې په دمشق کې درې کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې د صبهیونیسټي رژيم پوځي ځواکونو له دې مخکې هم د سورئې پر ټاټوبی  د تحریرالشام ډلې له واکمنیدا وروسته په  کرتو  حملې کړي ،سیمې ئې تر پښو لاندې کړي او ددغه هیواد دهوائي خواک زیاتره مرکزونه  او پوځي آدې ئې  به بمباریو کې په بشپړ دول تباه کړی دي ،وئیل کیږي چې د الجولاني واکمن لوري ددغو تیریو په اړه تر وروستیو پورې هیڅ غبرګون نه دی ښودلی او ځيني سرچینې ان دا هم وائي چې  الجولاني لوري  له اسرائيلو سره داړیکو دعادي کولو  هڅې هم پیل کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4294814

captcha