IQNA

لوږې د غزې د ژغورلو لپاره د الازهر د شيخ نړیوال اپیل او غوښتنه

8:27 - July 24, 2025
د خبر لمبر: 3491444
ایکنا - د مصر د الازهر شيخ، احمد الطيب، د سه شنبې په ماښام يوه نړیواله بلنه خپره کړې  چې د غزې خلک دې د وژونکې لوږې څخه ژغورل شي او له نړیوالو ئې وغوښتل چې د دغې سیمې د نسل وژنې د بندېدو لپاره چې کابو ۲۲ میاشتې کېږي روانه ده، سمدستي اقدام وکړي.

ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپورراکوي، شیخ احمد الطيب د غزې د بوږنونکي وضعیت په اړه په خپلې بلنې او اپيل کې وويل: نن سبا د انسان وجدان له يوه سخت امتحان سره مخ دی.

شيخ الازهر خبرداری ورکړی چې هر څوک د اسرائيلو د ملاتړ لپاره وسله ورکوي يا د خپلو پرېکړو له لارې ئې ملاتړ کوي، په مستقيم ډول په دغه جرم کې شريک دی.

هغه ټینګار وکړ:نیواکګر قصدا د غزې خلک وږي ساتي، هغه خلک چې د يوې مړۍ ډوډۍ يا د اوبو د يوې غوړَپ په لټه کې دي، په داسې حال کې چې د کډوالو کیمپونه او د بشري مرستو وېشونکي مرکزونه په نښه کوي.

شيخ الازهر زیاته کړه: «مونږ وينو چې په زرګونو بېګناه خلک په غزې کې په سړه سينه قتل عام کېږي؛ او څوک چې وژغورل شي، هغه هم د لوږې او د درملو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

احمد الطيب يو ځل بيا ټينګار وکړ چې هر څوک د اسرائيلي رژيم ملاتړ کوي، که په وسله وي، که په پرېکړه او که په منافقانه خبرو، د دغه نسل وژنې شريک دی.

د غزې په تړانګه کې د لوږې او قحطۍ بحران د کلابندئ د سختېدو او د بشري مرستو  د مخنيوي له امله ورځ تر بلې خطرناک کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4295868

captcha