ایکنانیوز د راپور له مخې، دا کمپاین د صهیونیستي رژیم لهخوا د ایران پراسلامي جمهوریت د بریدونو او د دښمنانو له خوا د ایران د ملت د روحیې د کمزوري کولو هڅو په غبرګون کې پیل شوی دی. هدف ئې د مجاهدینو د روحیې لوړول، په ټولنې کې د امید خپرول او د قرآن کریم الهی پیغام ته نړیوال انعکاس ورکول دي.
د دغه کمپاین برخهوالو ته ویل شوي چې د فتح سورې لومړني آیتونه، د آلعمران سورې ۱۳۹ آیت، د نصر سوره، او نور آيتونه تلاوت کړي او د ویډیو فایلونه ئې د ټولنیزو چینلونو له لارې واستوي.
امیرطه قهرمانپور د فصلت سورې دا مبارک آيت تلاوت کړی:
إِنَّ الَّذِینَ قالُوا رَبُّنَا اللّهُ ثُمَّ اسْتَقامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلائِکَةُ أَلاّ تَخافُوا وَ لا تَحْزَنُوا وَ أَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِی کُنْتُمْ تُوعَدُونَ
؛ بېشکه هغو کسانو چې ویل ئې: "زمونږ رب الله دی" او بیا مستقیم پاتې شول، پر دوی به فرښتې نازلې شي [او ورته ووايي]: مه وېرېږئ، مه غمجن کیږئ، او تاسو ته دې د هغه جنت زېرى وي چې تاسو ته ژمنه درکړل شوې وه.
https://iqna.ir/fa/news/4296091