IQNA

د صفرې میاشتې اعمال او ذکر:؛یا شدیدالقوی ؛

10:36 - July 26, 2025
د خبر لمبر: 3491453
ایکنا – د صفرې مبارکه میاشت د حضرت محمد مصطفی صلی‌الله‌علیه‌وآله‌وسلم، د حضرت امام حسن علیه‌السلام او دحضرت امام رضا علیه‌السلام د شهادت او د حسینی اربعین  د ولولناکې ورځې د نمانځنې په دلیل  د غم، ماتم او عزادارۍ میاشت ده.

 ایکنانیوز راپور راکوي، صدقه ورکول، د «یا شدیدالقوی» ذکر ویل او د اربعین زيارت ته تګ د دغې میاشتې  مهمو مستحب  عملونه دي.

  عزاداري او د حسینی اربعین ستره او ولولناکه غونډه

له همدا‌اوسه  د حضرت امام حسین (ع) عزاداران د مسلمانانو د تر ټولو سترې مذهبي غونډې، یعنې د حسینی اربعین لپاره چمتووالی نیسي.

په همدې لړ کې،  پر مستحبي اعمالو عمل کول د ټولو مسلمانانو لپاره، په تیره بیا د حسینی اربعین درستو زیارتوالو ته ئې سپارښتنه شوې ده.

 ولې صفر میاشت ځانګړې ده؟

  دا میاشت د شهیدانو، په ځانګړي ډول د کربلا د شهیدانو، د یادونې میاشت ده.

  د رسول اکرم(ص)بزرګوار رحلت په همدې میاشت کې شوی، چې ورسره د الهي وحی نزول هم ختم شو. حضرت علی (ع) فرمائي:

 ؛ د رسول الله(ص) له وفات سره داسې څه پرې شوی، چې د بل هېچا له مرګ سره نه وو پرې شوی.

  همداراز، د امام حسین (ع) درې کلنه لور، حضرت رقیه (س) د صفرې میاشتې په پنځمه نېټه، د شام په خرابې کې وفات شوه.

  د صفرې میاشتې عمومي اعمال!

  1. د میاشتې په لیدو دعا ویل، مثلاً: درې ځل: الله‌اکبر درې ځل: لا اله الا الله بیا ووایې:

«اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذی أذْهَبَ شَهْرَ کَذا وَ جاءَ به شهرِ کَذا» او غوره دعا د صحیفه سجادیه  ۴۳ دعا ده.

  1. د قرآن تلاوت؛ په تیره بیا د فاتحې  (حمد) سورې اووه ځله لوستل یې. درې ورځې روژه نیول:  د میاشتې لومړنۍ پنجنشبه ! د میاشتې د مینځنۍ لسیزې  چهارشنبه د میاشتې وروستۍ پنځه‌شنبه د شپې دوه رکعته نفل لمونځ: په هر رکعت کې له حمد وروسته سوره انعام.

  د میاشتې په لومړۍ ورځ ځانګړی عمل

  • دوه رکعته نفل لمونځ: په لومړۍ رکعت کې: سوره حمد + ۳۰ ځل سوره توحید په دویم رکعت کې: سوره حمد + ۳۰ ځل سوره قدر وروسته صدقه ورکړئ، څو په ټولې میاشتې کې له بلاوو خوندي وسئ.

       د سوره واقعه ختم (د رزق د پراخوالي لپاره)

  • د صفر له لومړۍ ورځې پیل شي:

لومړئ ورځ  : یو ځل سوره واقعه

  • دوهمه ورځ: دوه ځل سوره واقعه دریمه ورخ؛ ۱۴ واقعه سوره څلورمه ورځ : ۱۴ ځل سوره واقعه

  د حدیث له مخې، څوک چې هره شپه سوره واقعه ووائي، هیڅکله به بېوزلي ونه ویني. او څوک ئې چې د خوب نه مخکې تلاوت کړي، د قیامت په ورځ به ئې څېره د سپوږمۍ په څېر ځلوي.

    د صفرې میاشتې ځانګړې دعا (له فیض کاشاني رحمه‌الله نقل شوې)

هره ورځ ۱۰ ځله ئې د ویلو سپارښتنه شوې ده:

یا شَدیدَ الْقُوی، وَیا شَدیدَ الْمِحال، یا عَزیزُ، یا عَزیزُ، یا عَزیزُ،...

    دا دعا د خدای له قهره د پناه غوښتلو، له  بلاګانو  د ژغورنې او داغه راز  د الهي رحمت د غوښتنې لپاره ده.

    د صفرې د درېیمې ورځې ځانګړی عمل:

  • دوه رکعته لمونځ: لومړی ږرکعت: حمد + سوره فتح دویم رکعت: حمد + سوره توحید بیا ۱۰۰ ځله صلوات، ۱۰۰ ځله لعنت پر آل ابی‌سفیان، ۱۰۰ ځله استغفار او بیا د خپلې دعا استجابت وغواړئ.

   د حسینی اربعین  زیارت

د صفرې په ۲۰مه د حضرت  امام حسین (ع) زیارت ډېر تاکید شوی عمل دی.

  له حضرت امام حسن عسکري (ع) څخه روایت دی چې د مؤمن نښې پنځه دي:

  1. د ورځې ۱۷ رکعت واجب + ۳۴ رکعت نافله لمونځ د اربعین زيارت د ښي لاس په ګوته کې انګشتري د سجدې پر مهال ټڼډه پر خاورې کیښودل د «بسم الله الرحمن الرحیم» په لوړغږ ویلو سره لمونځ پیلول

 نوره مهمې تاریخي پېښې په صفر میاشت کې:

  • ۱ صفر: د امام حسین (ع) سر مبارک شام ته انتقال شو ۳ صفر: د امام محمد باقر (ع) زیږون (په یوه روایت) ۵ صفر: د حضرت رقیه (س) وفات ۷ صفر: د امام موسی کاظم (ع) زیږون (په روایت) او د امام حسن مجتبی (ع) شهادت (د بحارالانوار له مخې) ۹ صفر: د عمار یاسر شهادت، د پیغمبر(ص) وفادار صحابي

     پایله: صفرې میاشت  یوه له ډېرو مهمو هجري قمري میاشتو څخه ده، چې هم روحاني اهمیت لري او هم تاریخي. د دې میاشتې مستحبي اعمال، دعاګانو لوستل ، د قرآن ختمونه او زیارتونه د انسان د روح صفا کولو او تقوا لوړولو لپاره مهم فرصتونه برابروي

https://iqna.ir/fa/news/4296135

captcha