نوموړي ایکنا خبري آژانس سره په مرکه کې څرګنده کړه: د سیالیو مقدماتي پړاو درې ورځې دوام وکړ او د ۴۵ هېوادونو ګډونوالو پکې په آنلاین بڼه برخه واخیسته. په دې درې ورځو کې، ګډونوالو یو لړ لوړې علمي سیالۍ ترسره کړې؛ ځینو ګډونوالو بشپړ نمبر ترلاسه کړ ، او له نیمائي ډېرو ګډونوالو د لاښې نمبرې اخیستې دي. دا پداسې حال کې ده چې معمولا په سیالیو کې د ګډونوالو کچه یو ډول نه وي، خو دلته کیفیت د توقع نه هم لوړ و."
آقایي زیاته کړه: تمه ده چې د نیمهوروستۍ مرحلې لپاره حضوري ارزونه ترسره شي. یوازې ۵ یا ۶ تنه به فاینل ته لاره ومومي، نو دا قضاوت ډېر دقیق او حساس عمل دی."
نوموړي وویل:ما د مقدماتي مرحلې پر مهال د هر ګډونوال لپاره په بېلابېلو برخو لکه صوت او لحن، وقف و ابتدا، او د حفظ د صحت برخه کې جلا نمرې ورکړې. خو تمه ده چې په نیمهوروستۍ او وروستۍ مرحلو کې، دا هره برخه جلا متخصص قاضی یا داور ولري، څو واقعي وړتیاوې څرګندې شي."
آقایي، چې د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د آستان مقدس د قرآني چارو مدیر هم دی، وویل:د افغانستان، لبنان او عراق د سیالۍ کونکو ثبت شوې فایلونه چې د سفارتونو له لارې دبیرخانې ته رسېدلي وو، بیا ارزول شوي دي. باید ووایم چې د ایران استازي به په نیمهوروستۍ او وروستۍ مرحلو کې سخته او کوټلی سیالی ولري، ځکه د ډېرو سیالۍکونکو د چمتووالی او تیارئ او علمي سطحه د پام وړ ده."
https://iqna.ir/fa/news/4296278