ایکنانیوز راپور راکوی،په داسې نړۍ کې چې انسانان تل د آرامۍ، حلال رزق، محبوبیت او له فقره د خلاصون په لټه کې وي، قرآن کریم الهي او اسانه لارې معرفي کړې دي. له دغو لارو یوه، له هغې سورې سره انس ساتل دي چې پیغمبر اکرم صلیاللهعلیهوآله او اهلبیت علیهمالسلام پرې ډېر ټینګار کړی. دا سوره د اسماني خزانې حیثیت لري او د برکت، روزي، محبوبیت او نورو الهي نعمتونو د دروازې مثال لري؛ دا سوره واقعه ده.
سوره واقعه د قرآن کریم شپږپنځوسمه (۵۶) سوره ده، چې په مکې مکرمې کې نازله شوې او ۹۶ آیتونه لري. په دغې سورې کې د قیامت، د اعمالو د حساب او د انسانانو د درې ډولو تقسیم بحث شوی دی. دا سوره ځانګړي ځانګړتیاوې لري، چې له همدې امله د قرآن له مهمو سورتونو ګڼل شوې ده.
__
د سوره واقعه فضیلت
امام صادق علیهالسلام فرمایي:هر څوک چې د هرې جمعې په شپه سوره واقعه ولولي، خدای به هغه خوښ کړي، او د خلکو په زړونو کې به یې محبت واچوي. تر خپل ژوند پورې به نه کومه بدبختي وويني او نه به فقر و تنگدستي ورورسيږی. هغه به د امیرالمؤمنین علیهالسلام له ملګرو څخه وي. دا سوره ځانګړي خاصیتونه لري چې له حضرت علي علیهالسلام پرته بل چاته نه دي ورکړل شوي.»
دا روایت څرګندوي چې سوره واقعه یواځې روحاني نه بلکې د دنیاوي ژوند لپاره هم ستر برکتونه لري.
د سوره واقعه اغېزې او برکتونه
فقر او تنگدستي له منځه وړي: د سوره واقعه تر ټولو مهمه ګټه، د فقر ختمول دي. پیغمبر اکرم صلیاللهعلیهوآله فرمایي:؛سوره واقعه خپلو ښځو ته ور زده کړئ؛ځکه دا سوره بېنیازۍ راولي. په یوې کیسې کې راغلي چې د حضرت رسول اکرم صحابي، عبدالله بن مسعود،د دې سورې د تلاوت له کبله هېڅکله محتاج نه شو.
محبوبیت او د خلکو مینه: امام صادق علیهالسلام زیاتوي:هر څوک چې سوره واقعه د جمعې په شپه ولولي، خدای به هغه د خلکو خوښ کړي او فقر یا آفت به ور ونه رسېږي.»
د مرګ اساني او د امواتو بخښنه:که دا سوره پر مرګوني ناروغ ولوستل شي، خدای تعالی به ورته مرګ اسانه کړي. همداراز، د مړو لپاره ئې لوستل د هغوی د ګناهونو د بخښنې لامل ګرځي.
🔹 د زېږون اساني:که دا سوره د امیندوارۍ پر مهال لیکل شوې او له ځان سره وساتل شي، زېږون به اسانه شي. ډېرو مسلمانو ښځو له دغه خاصیت څخه ګټه اخستې.
__
د سوره واقعه د ځانګړو ختمونو طریقه
🔹 د حاجت پورهکولو او د پور ادا کولو لپاره: واقعه سوره ، مزمل، لیل او انشراح د څلوېښتو شپو لپاره هره شپه ولوستل شي. له تلاوت وروسته دا دعا ویل کېږي:
«یا رازق السائلین، یا راحم المساکین، یا ولی المؤمنین، یا غیاث المستغیثین، یا ارحم الراحمین، صل علی محمد و آل محمد و اکفنی بحلالک عن حرامک و بطاعتک عن معصیتک و بفضلک عمّن سواک، یا اله العالمین، و صل علی محمد و آله اجمعین.»
🔹 د رزق زیاتوالي لپاره:
له شنبې شپې څخه پیل کړئ، سوره واقعه هره شپه درې ځله ولولئ، او د جمعې په شپه ئې اته ځله تلاوت کړئ. دا عمل پنځه اونۍ پر لهپسې ترسره کړئ.
د هر ځل تلاوت مخکې دا دعا ووایئ:
«اللهم ارزقنا رزقاً حلالاً طیباً من غیرک، استجب دعوتنا من غیر رد، و أعوذ من الفضیحتین الفقر و الدّین، و ادفع عنّی هذین بحق الامامین الحسن و الحسین علیهما السلام، برحمتک یا ارحم الراحمین.»
پایله:
سوره واقعه له سترگو نه پټ برکتونه لري. د جمعې په شپه تلاوت یې د الهي محبت او د خلکو په زړونو کې د محبوبیت سبب ګرځي. دا سوره د دنیا ستونزې حل کوي، حاجتونه پوره کوي، رزق زیاتوي، او روحاني آرامي راولي.
https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4296919