IQNA

محرم‌شهر»؛ په عنوان سره د آزادۍ چوک په غېږې کې یوه ولوناکه روضه او عزاداری

8:25 - August 02, 2025
د خبر لمبر: 3491486
ایکنا – د تهران په آزادئ چوک کې د «محرم‌شهر»په نامې سره  روضه یا دستورې په یوې سترې او پراخې روضې بدله وې ده؛ داسې یوه روضه چې د هر عمر، شوق ولولې  او سلیقې خلک ځان ته راکاږي. دلته، د تهران د مخینه لرونکي  سمبول (میدان ازادي) په غېږې کې، د کربلا چغه، د شهیدانو انځورونه، او د موکبونو د چای خوشبوي، زړونه له کربلا سره نښلوي. دا ځای د دین، هنر، کورنۍ او عاشورایي فرهنګ یوه ګډه تجربه وړاندې کوي، څو د ښاري فضا په مینځ کې د ویر او عزادارۍ یوه بله بېلګه وړاندې کړي.

د ایکنا نیوز د خبريال د راپور له مخې،  د محرم‌شهر په نامې سره دستورې د تهران د ازادئ  چوک په ساحې کې د دریم کال لپاره په «نجات کشتئ » (سفینه‌النجاة) سره جوړ شوی دي. سږکال، که څه هم هوا د تیر کال پرتله ډېره ګرمه ده، خو دغې ګرمۍ د خلکو د ګډون مخنیوی نه دی کړی، بلکې ګډون د تېر کال پرتله هم زیات ښکاري.

سږ کال د محرم‌شهر نومې دستورو ته نوی ترتیب وړکړل شوی دی، ګډون کونکي خلک د امنیتي دروازو (ګېټونو) له لارې خلک تر فزیکي تلاشي وروسته داخليږي. دا امنیتي تدبیرونه، که څه هم نوي دي، خو د خلکو له خوا ئې منفي غبرګون نه دی لیدل شوی، بلکې د امن احساس ئې زیات کړی او ګډونوال له مسؤلینو سره پوره ملګرتیا کوي.

«محرم شهر»، شهری که هر سال باید ارتقا پیدا کند

خلک  د محرم‌شهر دستورو  د نجات هغې کشتي په وجه  پېژني، چې له مشهورحدیث څخه ئې الهام اخیستی: «ان الحسین مصباح الهدی و سفینة النجاة». سږ کال دا مفکوره د قرآن له مبارک آیت سره ګډه شوې: «وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ» (سوره آل‌عمران، آیت ۱۶۹) یعنې: "هغه کسان چې د الله په لاره کې وژل شوي دي، مرده مه ګڼئ، بلکې ژوندي دي او د خپل رب له لوري روزي ورکول کېږي." دا آیت د هغو شهیدانو انځورونو تر څنګ ښودل شوی، چې د صهیونیسټي رژیم له خوا په وروستیو بریدونو کې شهیدان شوي دي.

«محرم شهر»، شهری که هر سال باید ارتقا پیدا کند

په محرم‌شهر  نومې دستورو کې د مختلفو ښارونو د عاشورائي دودونو ننداره روانه ده. د خلکو ګڼ شمېر ګډون کړی او که څه هم څوکۍ کمې دي،خو ډېر خلک ولاړ یا د په پنډال  کې پرمځکې ناست عزاداري کوي.

هلته د هغو ماشومانو لپاره ځانګړی سټال جوړ شوې، چې د صهیونیسټي بریدونو پر مهال شهیدان شوي دي. د یوه ویجاړ شوي ماشومانو روزنتون (مهدکودک) ماډل او د ماشومانو انځورونه د صهیونیسټي رژیم د وحشت څرګند انځور وړاندې کوي.غمجنه مداحي هم د خلکو زړونه دردوي.

«محرم شهر»، شهری که هر سال باید ارتقا پیدا کند

لکه د تېر کال په څېر، سږکال هم د بین‌الحرمین یو شکل  او انځور جوړه شوې، چې د مقاومت د شهیدانو او د دولس ورځني جنګ د شهیدانو انځورونو سره ښکلی شوی دی.

کله چې خلک له دې لارې تېر شي،نو یوې سترې کشتي ته رسېږي. دا کشتي د ستر بادبانونو لرونکې ده چې د څوارلس معصومین علیهم السلام نومونه پرې لیکل شوي، او همداراز د «یا زینب (س)» او «یا ابوالفضل (ع)» نومونه هم پرې ښکاري، څو انسانان د هدایت او نجات پر لور سم لوري ته هدایت کړي.

 

«محرم شهر»، شهری که هر سال باید ارتقا پیدا کند

 https://iqna.ir/fa/news/4297492

 

captcha