IQNA

د امريکا ۶۰ فیصده خلک د غزې د جګړې له دوام سره مخالف دي

12:38 - August 02, 2025
د خبر لمبر: 3491490
ایکنا -د امريکائي افکارو په یوه نوې سروې کې څرګنده شوې چې ۶۰ فیصده امريکايان د اسرائيلو له‌خوا پر غزې د جګړې له دوام سره مخالفت لري.

 ایکنانیوز د  عربي۲۱له قوله راپور راکوي، دا یوه د پام وړ بدلون دی، ځکه چې د صهیونیستي رژیم د جګړې ملاتړ د ۲۰۲۳ کال له نوامبر راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی.

د ګالوپ امریکايي څېړنیز مرکز له مخې، د غزې جګړې ملاتړ اوس ۳۲ سلنې ته  ټیټ شوی، چې دا د ۲۰۲۳ کال له لومړۍ سروې راهیسې تر ټولو کمه کچه ده، په داسې حال کې چې د جګړې مخالفین اوس ۶۰ سلنه دي.

ګالوپ دا سروې د جولای له ۷ تر ۲۱ نېټې پورې ترسره کړې، په داسې حال کې چې جګړه اوس خپل ۲۱ میاشتې ته داخله شوې ده. په ۲۰۲۳ کال کې د غزې پر ضد د اسرائيلو د یرغل لومړیو عملیاتو سره د امريکايانو ملاتړ شته و، خو له هغه وخته راهیسې، د جګړې مخالفین په هرې  سروې کې زیات شوي.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په سروې کې د مخالفت کچه ۵۵ سلنې ته رسېدلې وه، چې تر ټولو لوړه وه، خو وروسته بیا په دوو نورو سروې ګانو کې دا کچه ۴۸ سلنه ته کمه شوې وه.

په همدې وروستۍ سروې کې د امریکا د خلکو نه یوازې د غزې جګړې په اړه نظر پوښتل شوی، بلکې دا پوښتنه هم شوې چې آیا دوی له اسرائيلو سره د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ملاتړ کوي که نه؟

نتیجه څه دغه شان وه:

  • ۳۸٪ د پوځي برید ملاتړ کوي، ۵۴٪  ئې مخالفت کوي، ۷۸٪ د جمهوري‌پالو، ۳۱٪ د خپلواکو، او یوازې ۱۲٪ دیموکراتانو ورڅخه ملاتړ ښودلی دی.

همداراز، ۵۲٪ امریکایان د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په اړه منفي نظر لري، چې دا د ۱۹۹۷ کال راهیسې تر ټولو لوړه منفي درجه ده. یوازې ۲۹٪ خلک د هغه ملاتړ کوي، او ۱۹٪ د هغه په اړه بې‌طرفه یا بې‌نظره دي. دا څرګندوي چې د نتانیاهو محبوبیت ورځ تر بلې په کمېدو دی.

https://iqna.ir/fa/news/4297522

captcha