ایکنانیوز د البوابه نیوزله قوله راپور راکړی، دغه تابلو د مکې فرهنګي کلي په قرآن موزیم کې نندارې ته کېښودل شوی او دا یو هغه نادره هنري اثر ګڼل کېږي چې لوي اړخونه لري او پکې د حمد سوره او د بقرې سور ې د پیل آیتونه شامل دي.
دغه تابلو له یو میلیون څخه زیاتو رنګین میناکاری شوو کوچنیو ټوټو څخه جوړ شوی، چې ټول مساحت ئې ۷۶.۶۷ مربع میټر دی.
دغه تابلو د اسلامي معرق هنر یو بېسارې شاهکار ګڼل کېږي، چې الهام ئې له هغې قرآني نسخه اخیستل شوی چې د لیکوال "مصطفی ذوالفقار" لخوا د ۱۰۶۶ هجري قمری کال (میلادي ۱۶۵۶) په نسخ خط لیکل شوې ده. اصلي نسخه ئې دا مهال د مدینې "ملک عبدالعزیز وقفي کتابتونونو" مرکز کې ساتل کېږي.
دغه تابلو د اسلامي معرق هنر بیلګه ده، چې پکې کوچني رنګارنګ مکعبونه د هنر یوه بشپړه نمونه جوړوي.
قرآن موزیم چې د حراء په فرهنګي کلي کې موقعیت لري، د مکې د اسلامي تمدن او فرهنګ استازیتوب کوي. دا د مکې لومړی تخصصي قرآني موزیم دی او د حراء غره ته نږدې موقعیت لري.
دغه موزیم نادره هنري اثار او د قرآن د مختلفو اسلامي پړاؤونو خطي نسخې نندارې ته وړاندې کوي. همداراز، دلته تعلیمي ماډلونه شته چې د قرآن د کتابت پرمختیا ښئي. ماډرن ټکنالوژي کارول کېږي څو د قرآن عظمت لیدونکو ته معرفي کړي، او همداراز بصري سکرینونه لري چې د قرآن د غونډولو تاریخ بیانوي.
https://iqna.ir/fa/news/4298145