د ایکنانیوز د راپور له مخې، د فلسطین استازې، جنان نبیل محمد نوفل،د قرآن حافظه ده او د ملایشیا د شپږشپيتم پړاؤ نړیوالو قرآني سیالیو (MTHQA) برخهواله ده. دغه سیالۍ دا مهال د کوالالامپور په نړیوال سوداګریز مرکز (WTCKL) کې ترسره کېږي.
جنان، چې ۲۴ کلنه او محصیله ده، وویل چې دا د هغې لومړنی نړیوال ګډون دی. هغه په قلقیلیه ښار کې، چې له بیتالمقدسه کابو ۲۰ کیلومتره لیرې دی، په نورالتجوید او تحفیظ القرآن مدرسې کې زدهکړه کوي. جنان زیاته کړه چې هره ورځ لږ تر لږه پنځه تر لسو جزو پورې تلاوت کوي.
هغې، چې د پنځو خوېندو او وروڼو کشره خور ده، وویل: «ما د قرآن حفظ له ماشومتوبه پیل کړ، څو پلار او مور مې ویاړي.»
د یادونې وړ ده چې د ملایشیا د شپږشپیتم پړاؤ سیالۍ د اسد میاشتې په ۱۱ د ګامبیا او مراکش د استازو په تلاوت سره پیل شوې. د پرانستغونډې مشري د ملایشیا لومړي وزیر انور ابراهیم کوله، او ورسره د دیني چارو وزیر محمد نعیم مختار، د روغتیا وزیر ذوالکفلي احمد او د حکومت لوړپوړی سکرتر شمس الازری ابوبکر هم شتون درلود.
دا سیالۍ د اسد د میاشتې ۱۸ (۸ اګست) پورې دوام لري. د سږ کال شعار دی: «د تمدن لرونکې امت جوړول»، چې ۷۱ ګډونوال له ۴۹ هیوادونو پکې برخه اخلي.
د سیالیو د لومړي مقام جایزه ۴۰ زره رینګیت (کابو ۸۵۳ میلیونه تومان)، دویم مقام ۳۰ زره رینګیت (۶۴۰ میلیونه تومان)، او درېیم مقام ۲۰ زره رینګیت (۴۲۶ میلیونه تومان) ده، چې د ملایشیا د اسلامي اقتصادي پرمختیا بنسټ څخه نورې جایزې هم ترلاسه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4298398