ایکنانیوز د عاجل له قوله راپور راکړ، د دغو سیالیو د وروستۍ مرحلې د داورۍ یا قضاوت کمېټې د لومړۍ ورځې په جریان کې د ۱۴ ګډونوالو ترمینځ سیالۍ ولیدې. څلور تنو په سهارني پړاو کې او ۱۰ تنو هم په مازیګرني پړاو کې سره سیالي وکړه. دا سیالۍ د مکې معظمې په مسجدالحرام کې ترسره شوې.
په هغو هېوادونو کې چې د لومړۍ ورځې په سیالیو کې ئې ګډون درلود؛ چاد، مالي، فلسطین، کینیا، کویټ، قزاقستان، تایلنډ، سوډان جنوبي، نایجیریا، سوریه، هانګ کانګ او سویس هیوادونه پکې شامل دي.
ټاکل شوې وه چې د قاضیانو کمېټي ، د زمري په ۱۹مه، هم د نورو ګډونوالو تلاوتونه په دوو پړاوونو ـ سهار او مازیګر ـ کې واوري او ارزونه ئې وکړي. په دې کمېټه کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د قرآن نړیوال قاضیان شامل دي.
د سیالیو تالار یا هال چې په مسجدالحرام کې دی، د ګډونوالو، د هغوی د ملګرو، د مسجدالحرام د زیارت کوونکو، د قرآني پروګرامونو مینهوالو او د سعودي د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د مسوولینو د پراخ شتون شاهد و. دا سیالۍ به تر د زمري یا اسد د میاشتې تر ۲۹ پورې دوام ولري.
په دغو سیالیو کې د نړۍ د ۱۲۸ هېوادونو استازو ګډون کړی دی، چې دا د ۱۳۹۹ هجري قمري کال له تأسیس راهیسې د ګډونوالو د هېوادونو تر ټولو ستر شمېر دی.
دا سیالۍ په پنځو څانګو کې ترسره کېږي: ۱. د قرآن کریم بشپړ حفظ په ښې ادا کونې، تجوید او په اوو متواترو قرائتونو سره. ۲. د ټول قرآن کریم حفظ په ښې اجرا، تجوید او د قرآن د ټولو کلمو په تفسیرسره. ۳. د قرآن کریم بشپړ حفظ په ښې اجرا او تجوید سره. ۴. د قرآن ۱۵ پرلهپسې سپارې یا جزوې په ښې اجرا او تجوید سره. ۵. د قرآن پنځه پرلهپسې اجزا د ښه اداء او تجوید سره حفظ.
https://iqna.ir/fa/news/4299147