IQNA

له صهیونیستي رژیم سره سازباز کونکي خپلوځانونو ته ستر تاوان رسوي

15:38 - August 15, 2025
د خبر لمبر: 3491540
ایکنا - د عمان ستر مفتي، د نورو عربو هیوادونو د نیولو لپاره د وحشی صهیونیسټي رژيم د جنایتکار لومړی وزیربینامین نتانیاهو د شوم نیت  د رابرسیره کیدو په غبرګون کې، هغو سازباز کونکو ته چې د صهیونیستي رژیم ملاتړ کوي خبرداری ورکړ چې عبرت واخلي او د فلسطین د قضيې د ملاتړ لپاره د حق لوري ته بیرته  ستانه شي.

ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د عمان د سلطان میشته هیواد ستر مفتي شیخ احمد الخلیلي وویل: د صهیونیسټي دښمن لومړي وزیر (نتانیاهو) نړۍ د  لوی اسرائیل  د جوړولو په نامې سره  په پروژې  حیرانه کړې، که څه هم دا پلان نوې نه دی.هغه زیاته کړه، هغه کسان چې له اسرائیلي رژیم سره مینه لري، له دوي سره دوستي ښيي، د پیسو او وسلو په مرسته ئې ملاتړ کوي او د مقاومت د بې وسلې کولو هڅه کوي، دوي باید عبرت واخلي. د عمان مفتي وویل، د دښمن ملاتړي باید دا درک کړي چې د دوي لپاره د خلاصون بله لار نشته پرته له دې چې د حق لوري ته وګرځي، په ایماني او کلامي وحدت سره یوځای شي او د هغه حق ملاتړ وکړي چې یوازې پرېښودل شوی دی.

د یادولو ده چې نتانیاهو په دې وروستیو کې په یوه ټيلیویژني مرکې کې ادعا  کړې چې هغه د «لوی اسرائیل» خوب سره احساساتي اړیکه لري او  دی په یوه تاریخي او معنوي ماموریت کې دی. د صهیونیستي رژیم جنایتکار لومړي وزیر هم په بې‌شرمۍ سره د فلسطینیانو د کډوالۍ د طرحې په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې تل ابیب د فلسطینیانو د منتقلولو لپاره له ګڼو هیوادونو سره خبرې کړې دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/05/23/3376388

captcha