ایکنانیوز د الفرات نیوز په حواله راپور راکوي،، د حسینی مقدس آستان د تیرې پنجشنبې په ورځ ، د غزې د خلکو لپاره د بیړنیو بشري مرستو د پیل خبر ورکړ، چې د «اربعین زیارت» کمپاین د یوې برخې په توګه او د آیتالله سید علي سیستاني په ملاتړ ترسره کیږي. د دغو مرستو موخه د غزې د خلکو د کړاوونو کمول بلل شوي دي.
د غزې په چارو کې د حسینی مقدس آستان د هیئت غړی محمد یوسف ، وايي: «د صهیونیستي نیواکګرو له خوا د لوږې د پالیسۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره، اوس ، د حسینی اربعین زیارت کمپاین د یوې برخې په توګه او د آیتالله سیستاني په ملاتړ، مونږ د محاصره شوې غزې په شمال کې د خلکو ترمنځ خواړه وېشو.»
یوسف زیاته کړه: «دا وېش د امام حسین علیه السلام دمقدس آستان د سخاوتمندانه مرستو په مرسته ترسره کیږي.»
https://iqna.ir/fa/news/4299970