IQNA

د  عربستان د قرآن نړیوالو سیالیو دپنځه څلویښتم پړاؤ پاي

5:44 - August 17, 2025
د خبر لمبر: 3491554
ایکنا -  د عربستان د قرآن کریم  دنړیوالو سیالیو پنځه څلویښتم پړاؤ چې د  حفظ، تلاوت او تفسیر په برخو کې وې، د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د  «ملک عبدالعزیز» په نامې سره   د ۱۴۰۴ کال د زمري دمیاشتې  په ۲۳ ، په مسجد الحرام کې پای ته  رسېدلي دي .

  ایکنانیوز د «wakebeconomic.com» خبري سرچینې  له قوله راپورراکړی، د دغو سیالیو وروستۍ پړاو د نړۍ د ۱۲۸ هېوادونو له ۱۷۹ ګډونوالو سره ترسره شو او د شپږو ورځو لپاره ئې فعالیتونو دوام درلود.په دې پړاؤ  کې د ګډونوالو ترمینځ سخته سیالي، د تلاوت کیفیت، د حفظ پر مهارتونو تسلط، د اجرا ښکلا او خوږ غږ د پام وړ و،  د خپلواکه غږ او د اجرا د ښکلا له امله، د دغو سیالیو دا  دوره د قرآن کریم سره د لوړې کچې توجه او د نړۍ د نوي نسل د قرآني استعدادونو د روښانه راتلونکي نښه وه.په دې پړاو کې د قضاوت لپاره د قرآن کریم په علومو کې د متخصصو نړیوالو داورانو یوه ډله شامله وه او د نمبرو  د دقیق حسابولو او د عدالت د تامین لپاره یو بریښنایی قضاوت سیسټم هم تازه شوی و.د پنځه څلویښتم پړاؤ سیالۍ په پنځو برخو کې ترسره شوې: د اوو متواترو قرائتونو سره د قرآن کریم بشپړ حفظ او ښه ادا او تجوید، د قرآن کریم بشپړ حفظ او د وحی د کلماتو بشپړ تفسیر، د قرآن کریم بشپړ حفظ او ښه ادا او تجوید، د پرله پسې  ۱۵ جزو یا سپارو   حفظ او ښه ادا او تجوید، او د  پرله پسې پنځو سپارو یا جزو حفظ   د قرآن کریم حفظ او ښه ادا او تجوید.ټاکل شوې چې د دې سیالیو غوره کسانو ته، چې د نړۍ له معتبرترینو او نامتو قرآنی سیالیو څخه ده، ۴ میلیونه سعودي ریال جایزه ورکړل شي او غوره کسان به د مسجد الحرام په اختتامیه مراسمو کې وستایل شي.د یادونې وړ ده چې د پنځه څلویښتم پړاؤ د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر نړیوالې سیالۍ وروستی مرحله  د تیرې شنبې په ورځ د سعودي عربستان د اسلامي چارو، تبلیغ او ارشاد وزارت په ملاتړ په مسجد الحرام کې پیل شوه.

https://iqna.ir/fa/news/4300023

captcha