ایکنانیوز کفیل چینل له قوله راپورراپور راکړ، د کفیل نړیوال چینل ویبپاڼې لیکلي دي، په کربلا کې د حضرت عباس علمدار(ع) د مقدس آستان تولیت پرون ناوخته، په یوې اعلامیې کې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حسینی اربعین د زیارتوالو ټولیزه شمېره اعلان کړه. د دغه راپور له مخې، د روان کال د حسینی اربعین په شپو ورځو کې کابو ۲۱ میلیون او یو لک درې زره او ۵۲۴ زائرین عراق ته ورغلي وو. تېر کال د زائرینو شمېره ۲۱ میلیون اوڅلور لکه اتیا زره او ۵۲۵ تنه اعلان شوې ؤ.د عباسي مقدس آستان کربلا معلی ته د ورغلو زائرینو د شمېرلو لپاره، د هغو لارو په وسیله چې زائرین پرې تګ راتګ کوي او همدارنګه د حضرت عباس (ع) د سپيڅلي حرم د دروازو له لارې، پر یوه دقیق بریښنائي شمېرنې سیسټم تکیه کړې، چې د مصنوعي ذهانت یا اې آئي پر بنسټ دی.
د عراق د میلیوني زیارتونو عالي امنیتي کمیټې اعلان وکړ چې دغه هېواد د روان کال د حسینی اربعین د زیارت په مراسمو کې، د میلیونونو عراقیانو ترڅنګ، د عربي او بهرنیو هېوادونو له ۴ میلیونو زیاتو زائرینو هرکلی وکړ. د میلیوني زیارتونو عالي امنیتي کمیټې زیاته کړه: د امنیتي او خدمت کونکو کمیټو غړو د ۲۱ ورځو لپاره، په متوسط ډول هره ورځ ۲۰ ساعته، او په ټولیزه توګه ۴۲۰ ساعته فعالیت کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4300049