ایکنانیوز د الحریه و العداله ویبپاڼې په حواله راپور راکړی، د عمان د مفتی شیخ احمد الخلیلی دا خبرې د ځینو افراطي او تکفیري ډلو له خوا د برید لامل شوي دي.
په ورته وخت کې، بېلابېلو شخصیتونو د مفتي د ملاتړ په ترڅ کې ټینګار کړی چې د دغه ډول تورونو تر شا هدف فتنه پارونه ده.
الخلیلي د تېرو ورځو په اوږدو کې، وروسته له دې چې نتانیاهو د «لوی اسرائیل» پلان په اړه خبرې وکړې، د دغه رژیم د استعماري او پراختیا غوښتونکو خوځښتونو په اړه سخت خبرداری ورکړ.
هغه د نتانیاهو د «لوی اسرائیل» خوب د ټول اسلامي امت لپاره یو خبرداری وباله او زیاته ئې کړه: «نتانیاهو د لوی اسرائیل د جوړولو په طرحې سره نړۍ حیرانه کړه، که څه هم دا خوب نوی نه دی.»
د عمان مفتي وویل: «هغه کسان چې له نیواکګر صهیونیسټي رژیم سره ئې خپله وفاداري ښودلې، له مالي او وسلو سره ئې مرسته کړې او هڅه ئې کړې چې مقاومتي لوری بې وسلې کړي،،باید له دې حقیقت څخه عبرت واخلي.»
هغه ټینګار وکړ؛د دښمن ملاتړي باید پوه شي چې د خلاصون هیڅ لاره نشته، پرته له دې چې حق ته مخه شي، په ایماني اتحاد سره یو موټی شي او له هغه حق سره مرسته وکړي چې پخوا ئې یوازې پرېښی و.
د نتانیاهو وروستیو څرګندونو د «لوی اسرائیل» په نامې سره د خوب په اړه پراخ غبرګونونه راوپارول. البته د اسلامی امت په اتحاد او یووالی سره به دغه خوب هیڅکله هم پوره نشي.
https://iqna.ir/fa/news/4300990