ایکنا نیوز د الخلیج آنلاین په حواله راپور راکوي،، دعراق د موصل خوشنویسه میرمن جنة عدنان احمد، په ۱۹۶۵ کال کې زېږېدلې او اوس مهال په نیوزیلنډ کې ژوند کوي. هغه په طغراء، ثلث او ثلث جلي خطونو کې تخصص لري.
میرمن جنة عدنان له ماشومتوبه له عربي خوشنویسۍ یا خوشخطئ سره مینه درلوده او د نامتو عرب خوشنویسانو په څارنې سره ئې زده کړې وکړې. هغې له لس کلنۍ مخکې د خوشنویسۍ په برخې کې ګڼ سندونه ترلاسه کړل او د نړۍ تر ټولو کم عمره خوشنویسه مېرمن شوه.
د موصل دغه نقاشه یا خوشنویسه یوه ځانګړی وړتیا لري: هغه کولی شي په یو وخت کې په دواړو لاسونو سره په مساوي مهارت خوشنویسي وکړي. جنة همدارنګه د عربي هېوادونو د نقشو او د عراق د تاریخي ودانیو په خوشنویسۍ کې وتلې ده او دا هنر د هغې د مسلکي ژوند یو مهم ټکی دی.
میرمن جنة عدنان وايي: «زما پلار، چې خدای دې وبخښي، د عربي خوشنویسۍ سره ئې دومره مینه درلوده چې زمونږ کور د ډېرو سترو خوشنویسانو، لکه حامد الآمدی، د خوشنویسۍ آثارو نندارتون ؤ. له همدې امله زه له ماشومتوبه د دغې خطاطي د تابلوګانو تر اغېز لاندې راغلم او ورسره مو مینه پیدا کړه، تر دې چې قلم او کاغذ به مې واخیستل او د نقاشي په څېر به مې د هغوی تقلید کاوه.»
هغې زیاته کړه: زما پلار له خوشنویسۍ سره کله زما مینه ولیده ،نو پریکړه ئې وکړه چې زما ددغه استعداد ملاتړ وکړي او په دوامدارو کتنو سره ئې د ستر عراقي خوشنویس یوسف ذنون سره ملاقات وکړ. ما له هغه د ثلث او نسخ خطونو په اړه ډېر تمرینونه او لیکنې ترلاسه کړې او همدارنګه په موصل کې د ټولو کلتوري فعالیتونو او نندارتونونو تعقیب مې کاوه.
د عراق د موصل دغه مېرمن په ثلث خط باندې بشپړ تسلط ، هغه له نورو خوشنویسانو څخه جلا کړې وه او کولای شوه ښکلې خوشنویسي تابلوګانې ډیزاین او اجرا کړي. دا کار د دې لامل شو چې هغه د حامد الآمدی، هغه وخت د عربي خط د ترک خوشنویس، څخه د خوشنویسۍ جواز ترلاسه کولو وړ شي.
هغې په ۱۹۷۵ کال کې، کله چې له ۱۴ کلونو څخه زیات عمر ئې نه درلود، دا جواز ئې ترلاسه کړ. په همدې کال کې، پلار ئې د عرب خوشنویسانو شیخ «سید ابراهیم» ته په قاهره کې بوتله او له ازموینې او امتحان وروسته ئې د خوشنویسۍ بل سند هم ترلاسه کړ چې د مسلکي خوشنویسانو لپاره خورا مهم دی.
جنة عدنان، دا عراقي هنرمنده مېرمن، د دې نظر ملاتړ کوي چې یوازې د خوشنویسۍ او د هغې د قواعدو سره بلدتیا د غوره خوشنویسي آثارو د رامنځته کولو لپاره کافي نه دي. د هغې په نظر،د خط د ترکیب بندي او د کلمو او لغاتو ویشل او ځاي په ځاي کول په هنري چوکټونو کې په تجسمي هنرونو کې کارول کیدی شي.
هغه وايي: «ما تر ټولو سخت خطونه، لکه ثلث جلي او «طغراء» زده کړل او له پيغلتوبه زما ګوتې او سترګې د دغو سختو او ښکلو خطونو سره عادت شوي دي، په داسې حال کې چې زه ثلث جلي د عربي خطونو له ښکلو خطونو څخه ګڼم.»
په عراق او د هغه په موصل ښار کې جګړو،وژنو او ډېرو ویجاړیو د مصول ددغې هنرمنې د خوشنویسې په آثارو کې څرګند انعکاس درلود. هغې د حضرت یونس علیه السلام دعا «لا إله إلا أنت سبحانك إني كنت من الظالمين» د موصل د نقشې په بڼه او آیة الکرسي په ثلث جلي خط سره د منارة الحدباء په بڼه لیکلې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4300426