د ایکنا د راپور له مخې، د دغه کنفرانس موخه د څیړونکو لپاره د یوې فضا رامنځته کول دي څو د قران کریم په اړه د شیعیت لیدلوري بېلابېل اړخونه وڅیړي او د شیعه عالمانو لخوا د قراني مطالعاتو په برخې کې بډاي او ډول ډول ونډې وپلټي.
د «قرآن او شیعه اسلام: متنونه ، مطالعات، میراثونه» نومې کنفرانس پروګرامونه د مهالویش له مخې د وږي په ۳مه او ۴مه ورځو کې ترسره کیږي، چې ستاسو خدمت ته هم وړانډې کیږي.
لومړۍ ورځ: دوشنبه، د اګست ۲۵ (د وږي ۳)
پنل ۱: ريښې او بنسټونه (د سهار ۹:۳۰ بجې دځاي وخت له مخې)
پنل ۲: پیغمبران، امامان او قران (د سهار ۱۱:۲۵ بجې)
پنل ۳: ظاهر او باطن (د ماسپښین ۲:۱۵ بجې)
دویمه ورځ: سهشنبه، د اګست ۲۶ (د وږي ۴)
پنل ۴: تشیع او تسنن (د سهار ۹:۴۵ بجې)
پنل ۵: صفوي بدلون (د ماسپښین ۱:۰۰ بجه)
پنل ۶: عصري بدلونونه او آیینونه (د ماسپښین ۳:۰۰ بجې)
https://iqna.ir/fa/news/4301546