IQNA

په بیشکک کې د قرآني آثارو د خوشخطۍ نندارتون جوړ شو

6:52 - September 03, 2025
د خبر لمبر: 3491646
ایکنا - د سعودي عربستان سفارت د قرقیزستان په پلازمینې بیشکک کې د ملي تاریخ په میوزیم کې د قرآني او اسلامي خوشخطۍ آثارو نندارتون د وږي په ۵ او ۶ نیټو جوړ کړ.

 ایکنا نیوز د واس په حواله راپور راکوي،   د خوشخطۍ په دغه نندارتون کې د عربي خطونو بېلابېلې غوره بېلګې د هر یوه په اړه د لنډې پېژندنې سره نندارې ته وړاندې شوې.

همدارنګه، یو مستند فلم وښودل شو او یوه ماهر خوشنویس د لیدونکو په وړاندې په ژوندۍ بڼه د قرآن  آیتونه او احادیث  په بېلابېلو خطونو سره ولیکل

دا نندارتون د پراخ هرکلي سره مخ شو، چې په کې د قرقیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د پارلمان غړي، د دیپلوماتیکو هیئتونو او نړیوالو سازمانونو مشران، رسنۍ، په بیشکک کې د سعودي ښاریزو یو  شمېر او د موزیم لیدونکي شامل وو.

https://iqna.ir/fa/news/4302656/   

captcha