IQNA

      د امریکا د هیوسټن په میوزیم کې د قرآن د کتابت د تاریخ نندارتون جوړ شو

10:30 - September 06, 2025
د خبر لمبر: 3491653
ایکنا - د امریکا د هیوسټن د ښکلو هنرونو میوزیم، د قرآن د کتابت د تاریخ په اړه یو نوی نندارتون پرانیستی، چې د پیړیو په اوږدو کې د دغه  هنر تاریخچه نندارې ته وړاندې کوي.

 ایکنا نیوز د  Finebooksmagazine  له قوله راپور راکوي، د امریکا د  ټکساس ایالت د هیوسټن د ښکلو هنرونو میوزیم د نړۍ د اسلامي هېوادونو د قرآن د خطي نسخو د  نندارتون کوربه دی.

دا نندارتون یوه ځانګړې پیښه ده، چې د قرآن د کتابت د هنر پرمختګ ښئي.

دا ټولګه پر دولسو شاهکارونو تمرکز لري، چې له اوومې پیړۍ څخه تر نولسمې پیړۍ پورې  له پړاؤنو سره اړه لري او د ۱۲۰۰ کلونو په اوږدو کې د اسلامي ټاټوبو د نفیسو خطي نسخو د تولید بهیر نندارې ته وړاندې کوي.

په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي  ځیني مهم موردونه هم ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

۱- د اوومې پیړۍ د مینځني پړاؤ یوه خطي پاڼه، چې په سعودي عربستان کې د حجازي خط په سبک پر پوستکي لیکل شوې او د قرآن له تر ټولو پخوانیو نسخو څخه ده، چې یوازې ځینې پاڼې او ټوټې ئې پاتې دي.

۲- له ایران څخه یوه خطي نسخه په ښکلي تذهیب سره، چې د ۱۲۶۰ هـ.ق / ۱۸۴۴-۴۵ کال پورې اړه لري، د خوشنویس میر عبدالکریم محمد صادق الحسیني الیزدي لخوا لاسلیک او تاریخ شوې، چې د رنګ، اوبو رنګ او سرو زرو په کارولو سره پر کاغذ لیکل شوې ده.

۳- د  سره دین یا مذهب نسخه ۲  (۲۰۰۹) اثر، چې د پوران جینچي لخوا دی؛ دا یو اوسمهاله  اثر دی، چې پر کاغذ د رنګ په کارولو سره لیکل شوی او د قرآن یو مهم اړخ، یعنې تجوید یا د هغه سم تلاوت ښئي، چې د خوشخطۍ پر کیفیت ولاړ دی او د نندارې د لیدونکي پام له کلمو څخه د هغې مفهوم ته اړوي.

۴- د آیت الکرسي طومار (۲۰۱۵)، چې د استاد خوشنویس حاجي نورالدین لخوا دی او د قلم  درګی او د چینائي خوشخطۍ قلم‌موي   په سټال سره دی، چې د آیت الکرسي د لیکلو لپاره کارول شوی دی.

دا نندارتون به د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۲۸ (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۷) پورې دوام وکړي.

د هیوسټن د ښکلو هنرونو میوزیم یو هنري میوزیم دی، چې په هیوسټن، ټکساس کې موقعیت لري. د دغه میوزیم دایمي ټولګه د ۵۰۰۰ کلونو تاریخ لري اوکابو  اتیا زره ( ۸۰۰۰۰ )آثار له شپږو براعظمونو څخه  پکې غونډ شوي دي. د نندارې د ځای له پلوه، دا میوزیم په امریکائي براعظم کې دویم لوي هنري میوزیم دی.

دو کاله وړاندې، د شپږو نویو ګالریو په اضافه کولو سره، د دغه میوزیم د اسلامي هنر برخې مساحت کابو  دوه برابره شو. اوس مهال د میوزیم د اسلامي برخې ګالریو له  اوومې پیړۍ څخه تر نولسمې پیړۍ پورې د آثارو پراخه ټولګه لري، چې پکې خطي نسخې، سرامیک، منبت کاري شوي فلزات او ټوکرونه د مراکش، هسپانیې،  تیونس، مصر، ترکیې، سورئې، ایران، عراق، ازبکستان، افغانستان او هند په شمول له بېلابېلو هېوادونو څخه شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4303161

captcha